په كليسا كې د جمعې لمونځ

د امريكا د متحدو ايالتونو په پلازمېنه واشنګټن كې په تاريخي ملي كليسا كې پرون د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځ ادا شو.

191240
په كليسا كې د جمعې لمونځ

د ځايي سرچينو د خبر له مخې د جمعې لمانځه ته محدود مسلمان بلل شوي وو او د كليسا په شاوخوا كې پراخه امنيتي تدابير نيول شوي وو. لمونځ كوونكو د لمانځه نه وروسته د ټولې نړۍ پر مسلمانانو د يووالي غږ وكړ.
پدې عمومي كليسا كې د امريكا د متحدو ايالتونو ځينو ولسمشرانو د سوګند يادولو مراسم هم جوړ شوي دي. همداراز په كليسا كې د امريكا د نامتو شخصيتونو د جنازو مراسم ترسره كيږي.
په واشنګټن كې د جنوبي افريقا د هېواد د سفير ابراهيم رسول په مشرۍ د مسلمانو مدني ټولنو يو شمېر استازو په كليسا كې د لمانځه د ادا كولو لپاره مراجعه كړې وه چې د امريكايي مقاماتو لخوا يې هركلى شوى وو. د جمعې په لمانځ كې شاوخوا ۱۰۰ تنو نارينه او ښځينه مسلمانانو ګډون كړى وو.
د لمانځه پرمهال ټول هغه صليبونه او تصويرونه د كليسا د دېوالونو نه لرې كړاى شوي وو چې د قبلې مخامخ ليدل كېدل.
د جمعې خطبه او لمونځ هم په واشنګټن كې د جنوبي افريقا د سفير لخوا ادا شو.
د بله پلوه د كليسا د اداري پرسونل يو تن چارواكي هم مسلمانانو ته هركلى وويلو.
د جعمې لمونځ په امريكا كې د شاوخوا ۱ ميليونو مسلمانانو لپاره يو ښه زېرى بلل شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه