په دیوید کامرون د فلسطین دولت په رسمیت پیژندو په خاطر فشارونه

د انګلستان یو شمیر مدني ټولنو په حکومت د ولسي جرګې پریکړو ته درناوي غږ وکړ؟

159442
په دیوید کامرون د فلسطین دولت په رسمیت پیژندو په خاطر فشارونه

د انګلستان یو شمیر مدني ټولنو په حکومت د ولسي جرګې پریکړو ته درناوي غږ وکړ؟
په انګلستان کې د فلسطین لپاره د سولې او عدالت د کمپاین پیلوونکو ځینو مدني ټولنو په حکومت غږ کړی دی چې د ولسي جرګې پریکړو ته درناوي وکړي. نوموړو ویلي دي چې په ولسي جرګه کې فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه د رسمیت پيژندو اړوند طرحه د رایو په اکثریت سره ومنل شوه چې حکومت باید دې ولسي جرګې پریکړې ته درناوی وکړي او عمل پرې وکړي.
د فلسطین سره د همغږۍ کمپاین په نامه د یوې ملکې ټولنې د ارتباطاتو مسولې سارا اپس وویل چې په ولسي جرګه کې فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه د رسمیت پیژندو په خاطر وړاندې شوې طرحه د رایو په اکثریت سره ومنل شوه او پدې ورځ د ولسي جرګې په عمومي اجلاس کې د وکیلانو نصاب هم پوره وو. ولسي جرګې پریکړه په اصل کې د انګلستان د خلکو د ارادې انعکاس دی. همداشان پدې غونډه کې د وکیلانو د پام وړ ګډون د فلسطین د مسلې اړوند د انګلستان د سیاست اهمیت هم په ډاګه کړ.
نوموړي وویل چې د ولسي جرګې پریکړه د حکومت د دریځ او چلند سره د پام بدلون لري چې دا په اصل کې د حکومت لپاره د شرم ځای دی. نوموړې زیاته کړه چې وخت وي او که ناوخته د انګلستان حکومت مجبوره دی چې فلسطین د یو خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژنۍ. انګلستان اوس هم د فلسطین د رسمیت پیژندو په مسله کې وروسته پاتې دی.
د یادې شوې مدنې ټولنې د ارتباطاتو مسولې وویل چې پدې اړه به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو او د ولسي جرګې د هغه غړیو نه چې د فلسطین د رسميت پیژندو په خاطر يي موافقه رای کارولې په حکومت د فشار راوستو غوښتنه وکړو.
تر هغه به په حکومت فشارونو ته دوام ورکړو تر څو چې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپيژني.
د بله پلوه په انګلستان د الااقصی دوستان په نامه د یوې بلې مدني ټولنې ریس اسماعیل پاټیل وویل چې د فلسطین دولت د رسميت پیژندو په اړه د ولسی جرګې دې پریکړې دا خبره څرګنده کړه چې په منځني ختیځ کې باید ځیني اصلاحات راوستل شي.
د ولسي جرګې پریکړې ټولو ته دا په ډاګه کړه چې فلسطین په خپله د خپلې ادارې او پریکړو د حق نه برښمند یو هیواد دی.
همداشان دې پریکړې یو زیات شمیر وکیلانو ته د اسراییلو د اشغال پر خلاف د غږ پورته کولو جسارت ورکړ.
نوموړي هم ددې خبرې په ټینګار وویل چې کمپاینونو او فشارونو ته به د حکومت لخوا د فلسطین دولت په رسمیت پیژندو پورې دوام ورکړو.
د یادولو وړ ده چې د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون د فلسطین د په رسمیت پيژندو په اړه وویل ، انګلستان د فلسطین دولت د یو خپلواکه دولت په توګه د رسمیت پیژندو مسلې ته سترګې په لاره دی خو زما په اند دا مسله باید په سیمه کې د دوو خپلواکو دولتونو د جوړولو په خاطر د مذاکراتو د پایلو د معلومیدو نه وروسته د غور لاندې ونیول شي او په اړه يي پریکړه وشي.
موږ ټول په سیمه کې د دوو دولتونو د حل لارې پلوي کوو. موږ به هله د فلسطین دولت په رسمیت وپیژنو چې په سیمه کې د اسراییلو د دولت سره څنګ په څنګ د سولې او ثبات په فضا کې ژوند وکړي.
کامرون وویل تر کومه چې په منځني ختیځ کې د سولې بهیر بریالی نشي او د دوو دولتونو د حل لارې په خاطر مذاکرات پایله ورنکړي د فلسطین دولت به په رسمیت ونه پیژني .
د بله پلوه د حکومت لخوا د پارلمان پر پریکړې عمل نه کول د وکیلانو غبرګون راپارولی دی .
د انګلستان د ایتلافي حکومت شریک د لیبرال ډیموکراټ ګوند یو تن وکیل دیوید وارد وویل چې د دیوید کامرون څرګندونو موږ ټول ناهیلۍ سره مخامخ کړو. ولسی جرګې د فلسطین د په رسمیت پیژندو مخه خلاصه کړه خو حکومت د ملت ارادې ته درناوی نلري.
د یادولو وړ ده چې روانې اوونۍ په پیل کې د انګلستان په ولسي جرګه کې د فلسطین دولت په رسمیت پیژندو په خاطر یوه طرحه وړاندې شوه چې د ۱۲ مخالفو رایو پر وړاندې د ۲۷۴ موافقو رایو سره ومنل شوه .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه