د ناټو د مشرانو سرمشریزه نن په انګلستان کې پيل شوه

د ناټو عمومي سکرتر وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره  مالي مرستو ته دوام ورکړو

113225
د ناټو د مشرانو سرمشریزه نن په انګلستان کې پيل شوه

د ناټو د مشرانو سرمشریزه نن په انګلستان کې پیل شوه

د ناټو په سرمشریزه کې لومړی د نوموړي سازمان عمومي سکرتر اندریس فوغ راسمون ګډونوالو ته وینا وکړه . راسمون د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان په اړه وویل
موږ ویاړو چې د افغانستان امنیتي ځواکونه چې شمیره يي ۳۷۰ زره تنه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره روزلي دي او ددې هڅه کوو چې دا ځواکونه په افغانستان کې د روان کال د پای نه وروسته په یواځې ځان مبارزه وکړي.
زموږ دویمه دنده د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزل او د کیفیت لوړول دي . همداشان زموږ ځواکونه نن ورځ د هر وخت نه ډیر د افغان امنیتي ځواکونو سره همکاره دي.
په عیني وخت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره به مالي مرستو ته دوام ورکړو.

 


د ناټو د مشرانو سرمشریزه چې دوه ورځې دوام کوي د ۶۰ هیوادونو د دولت او حکومت مشرانو پکې ګډون کړی دی .
پدې سرمشریزه کې  د ناټو د سیاسي او عسکري طاقت او ظرفیت د لوړولو په مسلو خبرې کیږي.
د ویلو ده چې په سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ګډون کړی دی. ولسمشر اردوغان د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته دا لومړنۍ نړۍواله غونډه ده چې پکې ګډون کوي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان به د ناټو د سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې کتنې وکړي.
ولسمشر اردوغان به د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره لیدنه وکړي.
د ناټو د سرمشریزې د اجندا په سر کې د اوکراین مسله ، افغانستان ، عراق او سوریې پرمختګونه شتون لري.
په سرمشریزه کې به د ناټو د سیاسي ځواک د قوي کولو او عسکري ظرفیتونو د لوړولو په مسلو به هم خبرې وشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه