په چین کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۹۸ تنو ته لوړه شوه.

د چین په سویل لویدیځ د یونان په ایالت کې دوه ورځې وړاندې د ۶ عشاریه ۵ په لویوالي سره یو زوروره زلزله رامنځته شوه .

79779

د چین د شینهوا د خبري اژانس د خبر له مخې په زلزله کې په زرګونه تنه ټپیان شوي دي او ۲۳۰ زره تنه د سیمې نه تخلیه کړی شوي . په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې عملیات دوام لري. په عملیاتو کې ۱۱ زره تنو پولیس او ۷ زره تنو سرتیرو سربیره په سلګونو تنه د ژغورنو د ډلو پرسونل ګډون کړی دی.
د چین حکومت په سیمه کې د پلټنې د چارو لپاره ۹۷ میلیونه ډالره بودیجه منظوره کړې ده .
د بله پلوه د چین لومړي وزیر د زلزله ځپلې سیمې نه لیدنه وکړه او د لا زیاتو ځاني زیانونو د مخنیوي په خاطر يي د زیانمند شوو کورونو نه د خلکو د تخلیه کولو امر وکړ.
د چین لومړي وزیر وویل چې د لا درکه شوو کسانو په اړه د پلټنې جدي چارې دوام لري او تر وروستۍ شیبې باید د ژغورنې چارې دوام وکړي.
همداشان د یونان د ایالت په ګاونډي د ګوی جو په ایالت کې هم د زلزلې له امله ۱۵۰۰ کورونو زیان لیدلی دی چې ۷۲۰۰ تنه د زیانمند شوو کورونو نه تخلیه شوي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه