د الجزایز د مساپروړنکې الوتکې د غورځیدو له امله ۱۱۶ تنو ژوند د ل

د الجزایر د هوايي کرښو یوه مساپروړونکې الوتکه تیره ورځ په مالي هیواد کې وغورځیده. د الوتکې د غورځيدو ځای تثبیت او د الوتکې ټوټې پارچې موندل شوي دي .

70356
د الجزایز د مساپروړنکې الوتکې د غورځیدو له امله ۱۱۶ تنو ژوند د ل

د الجزایر د هوايي کرښو یوه مساپروړونکې الوتکه تیره ورځ په مالي هیواد کې وغورځیده. د الوتکې د غورځيدو ځای تثبیت او د الوتکې ټوټې پارچې موندل شوي دي .
په الوتکه کې ۱۱۰ تنو مساپرو او ۶ تنو عملې شتون درلود چې د مالي په شمال کې د بورکینا فاسو پولو ته نږدې غورځیدلې ده .
د ویلو ده چې د الوتکې ټوټې او پارچې د فرانسې د دوو جنګي الوتکو او ملګروملتونو د چورلکو د ساعتونو ساعتونو کشف او پلټنې نه وروسته وموندل شوې.
د الجزایر مساپروړونکې الوتکه چې د بورکینا فاسو نه د الجزایر په لورې روانه وه د مالي په شمال کې د ناڅرګند لامل له امله وغورځیده.
د بله پلوه د مالي دولتي تلویزیون خبر ورکړی چې د نوموړي ولسمشر ابراهیم کیتا به نن د الوتکې د غورځيدو د سیمې نه لیدنه وکړي.
په الوتکه کې د سپرو کسانو نه هیڅوک ندي ژغورل شوي . په پیښه کې ۵۰ تنه د فرانسې، ۲۴ تنه د بورکینا فاسو، ۸ تنه د لبنان او ۴ تنو د الجزایر وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پیښې نه وروسته د بورکینا فاسو هیواد دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
د بورکینا فاسو د ټرانسپورت وزیر ویلي دي چې د الوتکې پیلوټ د الوتنې نه لنډه موده وروسته د توپان له امله د الوتکې د سیر د بدلولو غوښتنه وکړه .
د مالي چارواکیو هم ویلي دي چې پدې ساعتونو کې د هیواد په شمال کې توپان دوام درلود.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه