د بولیویا حکومت د ماشوم کارګرانو قانون تصویب کړ.

په بولیویا کې د کارګر ماشومانو د نوي قانون له مخې فابریکې ۱۲ کلن ماشوم کارګران کار ته استخدامولی شي.

123253
د بولیویا حکومت د ماشوم کارګرانو قانون تصویب کړ.

د بولیویا حکومت د ماشوم کارګرانو قانون تصویب کړ.
په بولیویا کې د کارګر ماشومانو د نوي قانون له مخې فابریکې ۱۲ کلن ماشوم کارګران کار ته استخدامولی شي.
همداشان د نوي قانون له مخې لس کلن ماشومان په خپلو او د خپلې کورنۍ په کارځایونو کې کار کولی شي.
د بولیویا هیواد چې لس نیم میلیونه تنه نفوس لري شاوخوا ۸۵۰ زره ماشوم کارګران پکې کار کوي.
د ملګروملتونو د راپور له مخې به بولیویا کې د نوموړو ماشوم کارګرانو ډیر په اوونۍ کې د ۴۰ ساعتونو کې لا زیات کار کوي.
په نوموړي هیواد کې ډیری ماشومان په کانونو او کرنیزو برخو کې کار کوي. نوموړي قانون چې په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي د نوموړي هیواد د ولسي جرګې لخوا تصویب شو. د بولیویا ولسي جرګه وايي چې دا قانون به هیواد تر ۲۰۲۵ کاله د بې وزلۍ نه وژغوري او د ۲۰۲۰ کال نه وروسته به ماشوم کارګرانو استخدام ته اړتیا پیدا نشي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه