د ایران ولسمشر د اسرائیلو نه د غچ اخیستو ژمنه وکړه
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، په دمشق کې د ده هیواد پر کونسلګرۍ د اسرائیلو له خوا ترسره شوی برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، په دمشق کې د ده هیواد پر کونسلګرۍ د اسرائیلو له خوا ترسره شوی برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
ولسمشر رئیسي په خپور کړي بیان کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو توغندیز برید یو ترهګریز جنایت او له نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه بللې ده.
صهیونیسټ رژیم د مقاومت د جبهې د جنګیالیو د ایمان او ارادې په وړاندې له ماتې او ناکامیو وروسته د خپل ځان د ژغورلو لپاره لکه د داړن سپي په څیر هر لوري ته په بریدونو پیل کړی دی.
ابراهیم رئیسي ویلي، د تل ابیب اداره د دې ډول کړنو سره هیڅوخت خپلو موخو ته رسیدلی نشي.
"موږ هره ورځ د مقاومت د جبهې د پياوړتيا او د اسرائیلو د ناروا کړنو په وړاندې د آزادو ملتونو د کرکې او نفرت شاهدان يو. دا بزدلانه جنايت به بې ځوابه پاتې نه شي."
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو لخوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دمشق کې د ایران پر سفارت د برید په پایله کې د برید جنرال محمد رضا زاهدي او برید جنرال محمد هادي حاج رحیمي په ګډون ۷ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی..
اسرائیل چې په وروستیو میاشتو کې یې څو ځله په سوریه کې د ایراني اهدافو پر ضد هوايي بریدونه کړي، په رسمي ډول یې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.