په پاکستان کې د ټاکنو په مرکز وسله وال برید شوی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ټاکنو په یو مرکز وسله وال برید شوی. په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

2099509
په پاکستان کې د ټاکنو په مرکز وسله وال برید شوی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ټاکنو په یو مرکز وسله وال برید شوی. په برید کې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

د پولیسو چارواکي ویلي دي، د دغه ایالت په کوټ اعظم ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د ټاکنو پر کارکوونکو وسله وال برید کړی دی.

په بريد کې يو پوليس افسر خپل ژوند دلاسه ورکړ او په کوټ اعظم کې رايې اچونې بهیر  په موقتي توګه درول شوی دی.

په عین حال کې، په هیواد کې له ۱۲۸ میلیونو څخه زیات راجستر شوي رای اچوونکي  د پاکستان د ملي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ د غړیو د ټاکلو په موخه رای کاروي.

 

د ملي  اسمبلۍ د ۲۶۶ څوکیو لپاره ۵ زره ۱۲۱ کاندیدان او د څلورو ایالتونو د اسمبلۍ د ۵۹۳ څوکیو لپاره ۱۲ زره ۶۹۵ کاندیدان سیالي کوي.

په لاهور، کراچۍ، پېښور او کوټه کې په ځانګړې توګه په پلازمېنه اسلام اباد کې رای ورکوونکو د رایې ورکولو لپاره اوږده کتارونه جوړ کړل.

په ۹۰ زره ۶۷۵ صندوقونو کې رایه اچونه به په ځايي وخت د مازیگر په ۵ بجو پای ته ورسیږي.



اړوند خبرونه