د ایران ولسمشر امریکا ته ګواښ وکړ

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، هېواد یې د جګړې د پیلولو اراده نه لري، خو هر "ظلم او زور زیاتي " ته به سخت ځواب ورکړي.

2096783
د ایران ولسمشر امریکا ته ګواښ وکړ

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، هېواد یې د جګړې د پیلولو اراده نه لري، خو هر "ظلم او زور زیاتي " ته به سخت ځواب ورکړي.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې رئیسي د فارس خلیج په ساحل کې هرمزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې خلکو ته وینا وکړه.

رئیسي په دې وروستیو ورځو کې د امریکا متحده ایالتونو سره د کړکېچ په زیاتېدو ټینګار وکړ.

"موږ د چا سره د جګړې ارده نلرو، خو که کوم ظالم هیواد یا قدرت وغواړي چې کوم وحشت وکړي، ایران به ورته سخت ځواب ورکړي."

د جنورۍ په ۲۸مه د اردن او سوریې پر پوله د امریکا پر پوځي اډې د کامیکاز ډرون په مرسته ترسره شوي برید کې ۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر سرتېري ټپیان شوي وو.

امریکايي چارواکو او په ځانګړې توګه د امریکا ولسمشر جو بایډن ددې برید پړه پر ایران پلوه ملیشو واچوله او ګواښ کړی چې دې برید ته به ډیر سخت ځواب ورکړي.

ایران ددې  برید سره د  تړاو  په اړه هر ډول تورونه رد کړي دي.

"ایران ویلي دي چې په سیمه کې د مقاومت ځواکونه په خپلو پریکړو او کړنو کې د ایران نه لارښوونې نه اخلي."



اړوند خبرونه