په پاکستان کې ۵.۷ میلیونه سیلاب ځپلي د خوراکي توکو د جدي بحران له ګواښ سره مخامخ دي.
په پاکستان کې په میلیونونو تنه د خوړو د جدي بحران سره مخامخ دي
![په پاکستان کې ۵.۷ میلیونه سیلاب ځپلي د خوراکي توکو د جدي بحران له ګواښ سره مخامخ دي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a710/d652/523f/633abf3bd31e9.jpg?time=1722044742)
په پاکستان کې ۵.۷ میلیونه سیلاب ځپلي د خوراکي توکو د جدي بحران له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په راپور کې ویل شوي، چې په پاکستان کې د سیلابونو ناورین به د خوراکي توکو ناامني زیاته کړي او په سېلاب ځپلو سیمو کې میشت ۵.۷ میلیونه انسانان د اکتوبر او نوامبر په میاشتو کې د خوړو د جدي بحران سره لاس او ګریوان دي.
په رپورټ کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې په سنده ـ او بلوچستان صوبو کې د اوبو له لارې د ناروغیو پیښې زیاتې شوي او ویل شوي چې په موقتي کیمپونو کې میشت ۱۳۰ زره امیندواره میرمنې بیړنۍ روغتیا پاملرنې ته اړتیا لري.
یو شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو ادارو تر ۱۳۱ ډېرې په مرستو بار الوتکې پاکستان ته لېږلې.
خو د سېلاب ځپلو په خبره، له دوی سره لږې مرستې شوې او لا هم د مرستې په تمه دي.
له بلې خوا د اسلام اباد اداره ټینګار کوي چې د خوراکي توکو په رسولو کې سمدستي اندېښنه نه لري.
په پاکستان کې د جون له ۱۴مې نیټې راهیسې د مون سون بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو له امله ۱۶۹۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سلګونو زره بې ځایه شوي خلک په هیواد کې د خیمو په کمپونو کې ژوند کوي، چیرې چې د سیلابونو له امله د ۲ ملییونو څخه ډیر کورونه زیانمن شوي دي.
د پاکستان اداره وايي، دغه هېواد ته د سېلابونو د زيانونو لګښت ۳۰ ميليارده ډالره دی.