ايران خپل لومړنى ملي موټر توليد كړى.

إيراني چارواكو څرګنده كړه چې د لومړي ځل لپاره يې د ځايي امكاناتو پر مټ د توربو ماشين لرونكى موټر توليد كړى دى. ددې هېواد د خبري اژانسونو د معلوماتو په أساس دا موټر چې ۱۵۵ هارس پاوره توان لري په ۱۰ ثانيو كې تر ۱۰۰ كيلومتره سرعت پورې رسيدلى شي.

430003

ددې موټر د جوړونكي شركت د وياند د معلوماتو په أساس دا موټر په سل كيلومترو كې يواځې څه باندې ۷ ليتره تېل سوځوي. په لومړي سر كې به ددې موټر نه هره ورځ ۳۰ دانې توليد شي چې يو كال وروسته به دا شمېره په ورځ كې ۲۰۰۰ ته ورسيږي.
پر ايران باندې د نړيوالې ټولنې لخوا لګېدلي ټول بنديزونه لرې شوي دي. په دې لړ كې ددې هېواد ولسمشر حسن روحاني تېره اونۍ په پاريس كې د فرانسوي چارواكو سره د موټر جوړولو د سكتور په برخه كې يو تړون هم لاسليك كړى وو.
ددې تړون په أساس به فرانسوي شركتونه په ايران كې ددې هېواد شركتونو سره په ګډه تر ۲۰۱۷م كاله پورې نوي موټران توليد كړي

اړوند خبرونه