( ټي آر ټي ورلډ ) مستند فلم په امریکا کې د سروزور مډال ترلاسه کړ

د توركيې د ملي  راډيو او ټلويزيون نړيوال نشراتي چينل ( ټي آر ټي ورلډ ) د آف دي گريډ مستند فلمونو لړۍ په امريكا كې كې د سرو زرو مډال ګټلى دى.

2129183
( ټي آر ټي ورلډ ) مستند فلم په امریکا کې د سروزور مډال ترلاسه کړ

د توركيې د ملي  راډيو او ټلويزيون نړيوال نشراتي چينل ( ټي آر ټي ورلډ ) د آف دي گريډ مستند فلمونو لړۍ په امريكا كې كې د سرو زرو مډال ګټلى دى.

په کینیا کې د وچکالۍ له امله د ځمکو ټق ټق چاودنو او د لمر له امله  د مځکو  سوځیدنې په میلیونونه خلک له لوږې سره مخ کړي دي.

پدې  هیواد کې د منابعو لپاره د سیالۍ د ودې سره سم، شخړې هم  زیاتیږي.

خلک په هغه هیواد کې د ژوند کولو لپاره مبارزه کوي چیرې چې سیندونه وچ شوي او کرنیز محصولات وده نشي کولی.

ټي آر ټي  ورلډ یو ځانګړی مستند فلم جوړ کړی چې په کینیا کې د اقلیم بدلون او وچکالۍ ته پاملرنه کوي.

د نړۍ په کچه پیژندل شوی مستند فلم، د آف دی ګریډ مستند فلمونو لړۍ، د نیویارک تلویزیون او مستند فلمنو د جنشواره  کې د سرو زرو مډال وګاټه.

په دې لړۍ کې شامل مستند فلم 'کینیا: د اوبو لپاره مبارزه' هم د "انساني اندیښنو" کټګورۍ کې جایزه ورکړل شوه.

د TRT Wold ټیم د مستند فلم د چمتو کولو په جریان کې د هیواد لرې پرتو کونجونو ته لاسرسی درلود.

د نیویارک فستیوال  چې د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې  فعالیت کوي په ټولو براعظمونو کې رامینځته شوي او په ټولو پلیټ فارمونو کې لیدل شوي نوښت لرونکي مینځپانګو ته  جایزې ورکوي.

د ویلو ده چې پدې فیستیوال کې هر کال د نړۍ د ګوټ ګوټ نه په سلګونو فلمونه ګډون کوي.

هغه مواد چې په ټوله نړۍ کې بریالیتوب ترلاسه کوي د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونو سره نازول  کیږي.



اړوند خبرونه