سلمان خان او کاترینا کیف ترکیې ته راغلي دي

د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ارسوی د هندوستان د سینما مشهورو فلمي  ستورو سلمان خان او کاترینا کیف سره چې ترکیې ته راغلي دي لیدنه وکړه.

1701990
سلمان خان او کاترینا کیف ترکیې ته راغلي دي

 

د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر ارسوی  د بالیوډ د سینما مشهورو ستورو سلمان خان او کاترینا کیف سره د استانبول د چراغان په مانۍ کې لیدنه وکړه.

هغه دلته په خپلو څرګندونو کې وویل چې ترکیې د سینما د سکتور په برخه کې ډیر زیات پرمختګ کړی دی. ترکیه په ځانګړې توګه د ډرامو او فلمونو په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو نه وروسته تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی.

هغه وویل چې ترکیه د سینما لپاره یو طبعي  سیټ دی. د ترکیې هر ښار، هره نقطه د فلم د شوټنګ لپاره د جاذبې نقطه ده. د تیرو څو کلونو راهیسې د هیواد نه بهر پدې اړه ډیر ښه تبلیغاتي  کمپاینونه دوام لري.

یو زیات شمیر نړۍوالو پروډکشنونو  او فلم جوړولو شرکتونو په ترکیه کې د فلمونو په شوټنګ او ډکولو پیل کړی دی.

هغه وویل چې د ترکیې په اړه د  هندوستان سینما او فلمونو سکتور لیوالتیا هم ډیره شوې ده. یو زیات شمیر شرکتونو په ترکیه کې د خپلو فلمونو د جوړولو او شوټ کولو پریکړه کړې ده .

هغه زیاته کړه چې د سینما مشهور ستوري  تر ننه پورې د هندوستان د سینما تر ټولو د پر مصرفه فلم  د جوړولو په خاطر د اتریش او روسیې د برخو د ډکولو نه وروسته د ترکیې د برخې د ډکولو په خاطر راغلي دي. دا فلم به د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې نندارې ته وړاندې شي. زمونږ موخه د ترکیې دا جاذبه ټولې نړۍ ته معرفي کول دي. ترکیې ته د لا زیاتو فلمي  شرکتونو راجذبول دي.

د هندوستان د سینما نامتو ستورې کاترینا کیف چې تر اوسه پورې په څه باندې ۵۰ فلمونو کې رول لوبولی دی او ۲۹ جایزې ترلاسه کړي دي وویل چې ددینه مخکې هم د فلم د شوټنګ په خاطر استانبول ته راغلې وه او دلته د راتګ له امله ډیره خوښه ده. هغې وویل چې ترکیه يي ډیر خوښیږي او دا هیواد د نړۍ د نادیده او ښکلونو هیوادونو نه یو دی.

همداشان د هند د سینما بل نامتو ستوري سلمان خان چې تر اوسه پورې ۱۳۰ فلمونو کې رول لوبدلی دی او ۳۸ سترې جایزې هم ګټلي دي وویل چې ددینه مخکې یواځې یو ځل د یو فلم د شوټنګ په خاطر استانبول ته راغلی وو. استانبول يي ډیر خوښ دی او دلته د راتګ له امله ډیر خوشحاله یم.

هغه وویل چې د ترکیې د خلکو میلمه پالنه او ښه چلند هیڅوخت هیرولی نشي.  



اړوند خبرونه