ولسمشر اردوغان د هیواد د تیاتر او سینما د مشهور استاد او هنرمند د مړینې په اړه د تسلیت پیغام خپور کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د تیاتر او سینما مشهور استاد او هرمند راسیم اوزتیکین د ناڅاپي مړینې له امله د تسلیت او خواخوږۍ پیغام خپور کړ.
1598162

ولسمشر اردوغان په خپور کړي د تسلیت په پيغام کې ویلي دي چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو د هیواد د تیاتر او سینما د نامتو استاد او هنرمند راسیم اوزتیکین د مړینې خبر ترلاسه کړ.
مرحوم راسیم اوزتیکین ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم، کورنۍ، ټولو مینه والو او د هنر نړۍ ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."
د ویلو ده چې د ترکیې د تیاتر او سینما نامتو استاد او هنرمند راسیم اوزتیکین د قلبي سکتې په نتیجه کې روغتون کې بستري کړی شو چې د عملیاتو نه وروسته يي ساه ورکړه.
د راسیم اوزتیکین د مړینې سره د ترکیې د تیاتر او سینما د یو بل نامتو ستوری وغورځید.
د ویلو ده چې راسیم اوزتیکین په لسګونو سینمايي فلمونو ، تیاتر لوبو او ډرامو کې رول لوبولی دی.
د هغه مړینه د ترکیې د تیاتر، سینما او هنر نړۍ لپاره یوه ډیره ستره ضایع ده.