د نړۍ تر ټولو سپين بوډا انسان!

د نړۍ تر ټولو بوډا انسان په جاپان كې اوسيږي چې عمر يې ۱۱۲ كاله دى.

948521
د نړۍ تر ټولو سپين بوډا انسان!

 

 

د ګېنس د ريكارډونو په كتاب كې د ماسازو نوناكا په نامه جاپانى بوډا د نړۍ د تر ټولو بوډا انسان په توګه ثبت شو.

نوناكا د ۱۹۰۵م كال د جولاى د مياشتې په ۲۵مه نېټه زېږېدلى دى چې د جاپان هوكايدو په ښار كې د خپلې كورنۍ سره اوسيږي. نوناكا دوه زامن او يوه لور لري او مېرمن يې په ۱۹۹۲م كال كې مړه شوې ده.

نوناكا وايي چې ځانګړي مراقبت ته اړتيا نه لري. هر سهار ورځپاڼه لولي او د سومو د غېږنيونې سيالۍ او ډرامې يې خوښېږي.

د نوناكو لمسى يوكو وايي چې نېكه په اونۍ كې يو ځل لمبا ته ځي او خواږه شيان يې ډېر خوښيږي.

تر دې وړاندې د نړۍ تر ټولو بوډا انسان د اسراييلو له هېواده يسرايل كرستال نومېده چې تېر كال د ۱۱۳ كلونو په عمر ومړ.


پيوندونه: #بوډا , #انسان , #نړۍ

اړوند خبرونه