ژبې مري!
نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده.
915433
نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د كلتوري ميراثونو د ساتنې د ادارې يونسكو خبردارى وركړى دى چې په نړۍ كې ځينې ځايي ژبې د وركېدلو د خطر سره مخامخ دي.
د راپور له مخې اوسمهال په نړۍ كې ۶ زره ژوندۍ ژبې شته دى چې ددې تر نيمايي زياتې د وركېدلو د خطر سره مخامخ دي.
په جرمني كې د لرې سوربي ځايي ژبه چې د شاوخوا ۷ زره كسانو لخوا پرې خبرې كيږي د وركېدلو د خطر سره مخامخ ده. همداراز په شمالي امريكا كې د ګايونګا په ژبه ۲۵۰ تنه خبرې كوي.
د يونسكو د راپور له مخې د ژبو د وركېدلو تر ټولو لوى لامل د مور او پلار لخوا د ماشومانو سره په مورنۍ ژبه د خبرو نه كول دي.