د نړۍ لومړنۍ حجاب لرونكې موډله!
د حليمې عدن په نامه يوه حجاب لرونكې پېغله چې په اصل كې د كډوالو په يو كمپ كې زېږېدلې ده، اوسمهال د نړۍ د نامتو موډلانو په كتار كې شامله شوې ده.
808088
د حليمې عدن په نامه يوه حجاب لرونكې پېغله چې په اصل كې د كډوالو په يو كمپ كې زېږېدلې ده، اوسمهال د نړۍ د نامتو موډلانو په كتار كې شامله شوې ده.
حليمه چې ۱۹ كلنه او په خټه د سوماليا د هېواد ده، په كېنيا كې د كډوالو په يو كمپ كې زېږېدلې ده.
حليمې په ۲۰۱۶م كال كې د ښايست په يوې سيالۍ كې لومړى مقام خپل كړ چې پدې ډول يې په كرار كرار خپل استعداد نړيوالو ته ثابت كړ.
نوموړې اوسمهال په امريكا كې اوسيږي او د ماډلينګ ترڅنګ زده كړې هم كوي.
نوموړې وايي چې ``حجاب د هېچا د فشار پرته په خپله خوښه اغوندي. هېڅوك نشي كولاى چې ستاسې د ژوند په اړه تصميم ونيسي. دا زما خپله خوښه ده. د خپلې مور په څېر په خپل دين باندې مينه يم.``