په ډنمارك كې د حجاب پر وړاندې شرموونكې پرېكړه

د آزاديو په هېواد ډنمارك كې د حجاب لرونكو بېكاره مسلمانو مېرمنو په اړه د حكومت نوې پرېكړې د ټولو غصه راپارولې ده.

696979
په ډنمارك كې د حجاب پر وړاندې شرموونكې پرېكړه

 

 

ډنمارك چې د تش په نامه ديموكراسۍ مركز دى په اروپا كې د اسلام دښمنۍ تر ټولو لويه څپه په كې پيل شوې ده. د حكومت د يوې نوې پرېكړې له مخې هغه بېكاره مسلمانې حجاب لرونكې مېرمنې چې غواړي كار ومومي، د كار خاوند حق لري چې ترې وغواړي چې حجاب لرې كړي.

ددې هېواد د كار موندې د ادارې د معلوماتو پر اساس د كار په ځاى كې د كار خاوند كه چېرې د مسلمانې كارګرې نه د حجاب د لرې كولو غوښتنه وكړي نو هغه مجبوره ده چې دا كار وكړي. هغه مېرمنې چې نه غواړي خپل حجاب لرې كړي، بېكاره پاتې كيږي. سربېره پردې د بېكارۍ معاش هم نه وركول كيږي.

تر اوسه پورې ددې هېواد دوو ښارواليو د هغو مسلمانو مېرمنو د بېكارۍ معاش هم قطع كړى دى چې د حجاب لرې كول يې رد كړي دي.

د اروپا د عدالت ديوان چې د هېواد تر ټولو عالي قضايي مرجع ده د مارچ د مياشتې په ۱۴مه نېټه پرېكړه وكړه چې د كار خاوندان كولاى شي چې د خپلو كارګرانو لپاره هر ډول سياسي، ديني، فلسفي او نور سمبولونه منعه كړي.



اړوند خبرونه