د سوځولو سره د ويښتانو جوړول

يو تن فلسطيني سلمان د خپلو مشتريانو د ويښتانو د جوړولو لپاره د بياتي او ګومنځ پر ځاى د اور لمبې كاوري.

666561
د سوځولو سره د ويښتانو جوړول

 

 

د غزې د ښار اوسېدونكى رمضان عدوان هغه مهال مشهور شو چې د مشتريانو ويښتان يې د اور د لمبو په واسطه د جوړولو پر مهال انځورونه د خپل فېسبوك له حسابه شريك كړ.

عدوان وايي چې په غزه كې برېښنا نشته دى نو ځكه يې د اور د لمبو په واسطه د مشتريانو د ويښتانو په جوړولو پيل وكړ.

كه څه هم د ويښتانو د سوځولو په واسطه د سر جوړول په عربي كلتور كې كومه نوې خبره نه ده خو عدوان اوس په ټوله نړۍ كې شهرت لري.

عدوان د انادولو د خبري آژانس سره په مركه كې ويلي دي چې دا كار يې له مجبوريته كړى دى. ځكه چې په ښار كې برېښنا نشته دى او نشي كولاى چې خپل برقي ماشين چارچ كړي. نوموړي زياته كړه چې په لومړي سر كې يې مشتريان وېرېدل خو اوس ترې خوند اخلي.

عدوان زياته كړه چې پخپله ځانګړي كېمياوي مواد جوړوي او بيا له معين واټنه يې د مشتريانو په وېښتانو پاشي. وروسته يې په مهارت سره بېرته پاكوي.

رمضان عدوان حتى ادعا كوي چې دا چل نه يواځې انسان ته زيان نه رسوي بلكې د انسان په وجود كې د وينې حركت چټك كوي چې پدې ډول يې مشتريان تازه كيږي.


پيوندونه: #ويښتان

اړوند خبرونه