د امريكا په نظامي هډه كې نا پېژندل شوى مېلمه

په تركيه كې د اينجيرليك په نامه د ناټو اړوند نظامي هډه كې چې پكې د يو زيات شمېر امريكايي سرتېرو سربېره د يو شمېر نورو هېوادونو سرتېري هم مېشت دي، يو تن ناپېژندل شوى شخص هډې ته ننوتى دى تر څو د هاليوډ د نامتو ستورې سكارلېټ جوهنسن سره او نورو ستورو سره انځو

626383
د امريكا په نظامي هډه كې نا پېژندل شوى مېلمه

 

په تركيه كې د اينجيرليك په نامه د ناټو اړوند نظامي هډه كې چې پكې د يو زيات شمېر امريكايي سرتېرو سربېره د يو شمېر نورو هېوادونو سرتېري هم مېشت دي، يو تن ناپېژندل شوى شخص هډې ته ننوتى دى تر څو د هاليوډ د نامتو ستورې سكارلېټ جوهنسن سره او نورو ستورو سره انځورونه واخلي.

د تركيې د سيمه ايزو رسنيو د خبر پر اساس د هېواد په سوېل كې د ادنا په ولايت كې د اينجيرليك په نامه د امريكا او ناټو په نظامي هډه كې د نوي كال په اړه يو لړ مراسم جوړل شوي ول چې پكې د امريكا د وسله وال پوځ د لوى درستيز سربېره د هاليوډ د سينما او د امريكا د باسكټبال نامتو څېرو هم ګډون كړى وو.

دا امنيتي ستونزه هغه مهال رسوا شوه چې دې ځوان د ټولنېزې مېډيا له لارې د سكارلېټ جوهنسن، كريس اېوان او د باسكټبال د نامتو څېرې رې اېلن سره اخيستل شوي انځورونه شريك كړل.

نوموړي ويلي دي چې كله چې خبر شو چې سكارلېټ د اينجيرليك هوايي هډې ته راځي نو كوښښ يې وكړ چې هلته لاړ شي او د نوموړې سره انځور واخلي.

تر اوسه پورې امريكايي چارواكو پدې اړه د څه ويلو نه ډډه كړې ده.



اړوند خبرونه