د مړو ورځ ولمانځل شوه!

په نړۍ كې د بېلابېلو پېښو، شخصيتونو او آثارو په اړه د بېلابېلو ورځو د لمانځلو عنعنه روانه ده خو د مړو د ورځې لمانځل يواځې د مكسيكو د هېواد پورې تړلى ځانګړى فيستيوال دى.

601617
د مړو ورځ ولمانځل شوه!

 

 

په مكسيكو كې د مړو ورځ چې ددې هېواد د يو تن هنرمند خوزه ګولادالوپ پوسادا چې په ۱۹مه ميلادي پېړۍ كې يې ژوند كولو، په ياد لمانځل كيږي. پدې ورځ داسې فيستيوال دايريږي چې پوسادا د هنري پنځوونو نه په ګټې پورته كولو  د مكسيكو اوسېدونكي خپل مخونه رنګوي او بيا په لارو او كوڅو كې مېلې جوړوي.

دوى وايي چې اصلي موخه يې د `مړو ياد` دى. پدې ورځ مكسيكويان د خپلو مړو شوو خپلو خپلوانو په  ياد خواړه خيراتوي او قبرونه يې سينګاروي.

ددې ترڅنګ دا فيسيتوال د توريزم له پلوه هم د مكسيكو لپاره ګټور بلل شوى دى. ځكه چې پدې فيستيوال كې د ګډون په موخه هر كال زرګونه سيلانيان نوموړي هېواد ته سفر كوي.

دا فيسيتوال د مكسيكو سربېره د امريكا او كاناډا په هېوادونو كې هم د لاتين توكمو اوسېدونكو لخوا لمانځل كيږي.

د لاتينې امريكا د لروغوني عقيدې له مخې مړي په كال كې يوه ورځ د خپلو دوستانو د ليدنې په موخه بېرته دنيا ته راځي.



اړوند خبرونه