په اروپا كې د لوړو زده كړو چانس

له هېواده بهر د لوړو زده كړو ترسره كول د هر ځوان هيله ده. كه څه هم په لوېديځه نړۍ كې او په تېره بيا په اروپايي هېوادونو كې د لوړو زده كړو د ترسره كولو مالي لګښتونه زيات دي خو د توقع خلاف داسې مهم پوهنتونونه هم شته دى چې يا يې فيسونه ډېر لږ دي او يا هم وړي

594466
په اروپا كې د لوړو زده كړو چانس

 

 

ددې پوهنتونونو لخوا د زده كوونكو د جذبولو پروسه هم ډېره سخته نه ده. ددې سره سره هغه كسان چې په بهر كې د لوړو زده كړو لېواله دي تر هر څه وړاندې بايد لږ تر لږه په يوې بهرنۍ ژبې پوره تسلط ولري.

پدې لست كې هغه پوهنتونونه شامل دي چې د زده كوونكو جذب يې اسانه دى، يا وړيا دي او يا هم ډېر ټيټ فيس لري.

كه غواړئ چې په لاندې پوهنتونونو كې د لوړو زده كړو لپاره خپل چانس و آزمايئ نو ددې پوهنتونونو رسمي وېبپاڼې د ګوګل لارې ومومئ او نور جزييات ترلاسه كړئ.

۱ -  TALLINN UNİVERSITY OF TECHONOLOGY  -  اېستونيا

دا پوهنتون چې د اېستونيا په پلازمېنه تالين كې موقعيت لري، له بهره د زده كوونكو د منلو لپاره آسانه شرايط لري. دا تخنيكي پوهنتون دى او طبعي علوم په كې تدريسيږي.  پوهنتون په ۱۹۱۸م ميلادي كال كې جوړ شوى. د ماسټرۍ او دوكتورا د دورې زده كوونكو وړيا بورسونه وركوي.

 

۲ - CENTRAL EUROPEAN UNIVERSITY – هنګري

دا پوهنتون په ۱۹۹۱م كال كې تاسيس شوى دى او په پلازمېنه بوداپست كې موقعيت لري.

دا پوهنتون د خپلې لوى كتابتون سره شهرت لري. په پوهنتون كې د ماسټرۍ د زده كوونكو ۸۰ سلنه او د دوكتورا د زده كوونكو ۹۲ سلنه وړيا زده كړې كوي. دا امكانات د بهرنيو زده كوونكو لپاره هم په نظر كې نيول شوي دي.

 

۳ - UNIVERSITY OF BREMEN – جرمني

د برمېن پوهنتون چې په ۱۹۷۱م كال كې تاسيس شوى دى ددې هېواد د ۱۱ ښو پوهنتونو په كتار كې شامل دى.

پدې پوهنتون كې د لېسانس، ماسټرۍ كلنى لګښت ۵۵۰ يورو دى. د زده كوونكو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى. يعنى د ښاري ترانسپورټ لګښت هم په كې شامل دى.

۴ - NATIONAL RESEARCH UNIVERSITY HIGHER SCHOOL OF ECONOMICS -  روسيه

دا پوهنتون د روسيې په پلازمېنه مسكو كې موقعيت لري او په ۱۹۹۲م كال كې تاسيس شوى دى.  ددې پوهنتون د دوكتورا ټول پروګرامونه وړيا دي. بهرني زده كوونكي هم كولاى شي چې په اسانۍ سره ورته مراجعه وكړي.

۵ - AALTO UNIVERSITY -  فلنډ

دا پوهنتون چې د فلنډ په پلازمېنه هېلسنكي كې موقعيت لري، د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا ټول پروګرامونه يې وړيا دي.

 

دا پوهنتون د نړۍ د ۴۰۰ نورو پوهنتونو سره د همكارۍ اړيكې لري.

۶ - UNIVERSITY OF VIENNA -  اتريش

دا پوهنتون چې د نړۍ د تر ټولو پخوانيو پوهنتونو په كتار كې هم شامل دى په ۱۳۶۵م ميلادي كال كې د اتريشي حكمران څلورم رودولف لخوا جوړ شوى دى. پدې پوهنتون كې ۱۳۰ څانګې او ۵۰ انستيتيوتونه فعاليت لري. سربېره پر دې د ويانا پوهنتون د نړۍ د تر ټولو ښو پوهنتونونو په لست كې په لومړيو ۲۰ پوهنتونو كې ځاى لري. ددې پوهنتون كلنى فيس ۱۴۵۰ يورو دى.

۷ - CHARLES UNIVERSITY IN PRAGUE -  د چك جمهوريت

دا پوهنتون هم د اروپا د پخوانيو پوهنتونونو نه شمېرل كيږي چې په ۱۳۴۸م ميلادي كال كې په پلازمېنه پراګ كې جوړ شوى دى. پدې پوهنتون كې د ۱۰۰۰ يورو په مقابل كې نومليكنه ترسره كېدلى شي.

 

۸ -  UNIVERSITY OF COLOGNE – جرمني

د جرمني  د كولن نامتو پوهنتون هم په ۱۴مه ميلادي پېړۍ كې په ۱۳۸۸م كال كې تاسيس شوى دى.

پوهنتون اته پوهنځي او ۲۰۰ څانګې لري. همداراز په پوهنتون كې ۵۰۰ تنه پروفيسوران په دنده بوخت دي چې لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا پروګرامونو ته په كال كې د ۵۰۰ يورو په بدل كې زده كوونكي جذبوي.

 

۹ - KAUNAS UNIVERSITY OF TECHNOLOGY – لېتوانيا

دا پوهنتون چې په ۱۹۲۲م ميلادي كال كې تاسيس شوى دى په كال كې د ۱۴۰۰ يورو په بدل كې په هره رشته كې خدمات وړاندې كوي. د بهرنيانو د جذب لپاره شرايط هم اسانه دي.

 

۱۰ - UNIVERSITY OF BELGRADE -  سربستان

​​​​​​​

دا پوهنتون په ۱۹۰۵م كال كې په پلازمېنه بېلګراد كې تاسيس شوى دى.

دا پوهنتون د بالكان د سيمې تر ټولو لوى پوهنتون بلل كيږي. ۳۱ پوهنځي او ۸ څېړنيز مركزونه لري. په كال كې د ۱۰۰۰ يورو په مقابل كې زده كوونكي جذبوي.



اړوند خبرونه