فتوا: برقع د اسلام پورې اړه نه لري.

په مصر كې الازهر د پوهنتون د دارالافتا سرمنشي خالد عمران وايي چې برقع د اسلامي احكامو د جملې نه شمېرل كيږي.

567244
فتوا: برقع د اسلام پورې اړه نه لري.

 

 

خالد عمران چې د جرمني د يو ټلوېزيون سره مركه كوله وويل چې برقع د صحرايي سيمو د اوسېدونكو يو رواج دى چې وروسته بيا اسلام ته داخل شوى دى.

شيخ عمران زياته كړه چې برقع يواځې د حضرت محمد ص پر مېرمنو واجبه وه او پر نورو مسلمانو ښځو باندې واجبه نه ده.

د نوموړي په وينا برقع او حجاب سره توپير لري. د اسلامي احكامو له مخې د ښځې لپاره د مخ د ګردي، او تر مړوندونو پورې د لاسونو ښكاره كول جايز دي. په اسلام كې د حجاب اساس د ښځو د اندام د ښكاره كولو مخنيوى دى.

شيخ خالد عمران ددې پوښتنې په ځواب كې چې آيا ښځې نشي كولاى چې د اسلام د پيغمبر ص مېرمنو ته د نږدې كېدو په پار برقع واغوندي، وويل چې دا سمه نه ده. ځكه چې د حضرت محمد ص مېرمنو د د ګونډتوب وروسته د دويم واده اجازه نه درلودله خو نور مسلمانې ښځې د دويم واده اجازه لري. د برقع حكم هم همداسې دى.

شيخ عمران دا هم وويل چې د برقع اغوستل په صحرايي سيمو كې د خلكو ترمېنځ روان دى تر څو خپل مخونه د بادونو، خاورو او خځلو نه پټ وساتي.

د الازهر د دارالافتا سرمنشي زياته كړه چې ``په هغو ټولنو كې د برقع اغوستل امنيتي او ټولنيزې ستونزې رامنځته كوي او د ترهګري بريدونو د ترسره كولو لپاره يې كاروي نو پدې صورت كې زه كولاى شم چې د برقع اغوستل منعه كړم.``

نوموړي د بېلګې په توګه زياته كړه چې د الازهر په پوهنتون كې د برقع اغوستل ممنوع دي او علت يې دا دى چې د استاد او شاګرد ترمېنځ د مخامخ اړيكو مخه نيسي.


پيوندونه: #برقع , #مصر , #الازهر , #اسلام

اړوند خبرونه