ترکیې په امریکا کې لوی اسلامي مرکز جوړ کړ

په امریکا کې د ترکیې لخوا جوړ شوي اسلامي مرکز د اپریل په دویمه نیټه رسمآ پرانیستل کیږي

458789
ترکیې په امریکا کې لوی اسلامي مرکز جوړ کړ

ترکیې په امریکا متحده ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره یو ډیر لوي دیني مرکز جوړ کړ.

دا دیني مرکز د ترکیې د دیني چارو او د دیني چارو د وقف په ګډې همکارۍ جوړ شوی دی. دا دیني مرکز په امریکا کې ټول مسلمانان د یو چت لاندې د راټولو یواځنی مرکز دی.

د یادولو وړ ده چې ددې دیني مرکز په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره په امریکا کې د غبرګو منارو خاوند یو ډیر ستر جامع جومات جوړیږي.


دا دیني مرکز به د اپریل په دویمه نیټه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګرو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ د میاشتې په ۲۹مه نیټه امریکا ته سفر کوي چې په پام کې ده د اپریل په دویمه نیټه به دا مرکز پخپلو لاسونو پرانیزي. د نوموړي دیني مرکز د پرانیستو په مراسمو کې به د ولسمشر اردوغان سربیره د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس پروفیسور محمد ګورمز هم ګډون وکړي.

پدې دیني مرکز کې د لوی جامع جومات سربیره میلمستون، کولتوري مرکز ، د مسلمانانو د ټولیدو ودانۍ او د اسلامي اثارو موزیم شتون لري.

جومات د عثماني معمارۍ سره سم جوړ شوی دی . دا جامع جومات په یو وخت کې د دریو زرو تنو لمونځ کوونکو د عبادت کولو په ظرفیت جوړ شوی دی .

جامع جومات د ۱۸۷۹ متر مربع سیمې د پاسه جوړ شوی دی .

د اسلامي اثارو موزیم بیا د جامع جومات لاندې برخه کې شتون لري. سربیره پردې پدې اسلامي مرکز یو ډیر لوی کتابتون، د کنفرانس سالون، نندارتون او د غونډو سالون هم شتون لري.

پدې اسلامي مرکز به په امریکا کې د اسلامي برخو محصلینو ته د اسلامي علومو په برخه کې مشورتي فعالیتونه هم ترسره شي.




اړوند خبرونه