ښاري ژوند او هويت

د انسان او مكان ترمېنځ متقابلې اړيكې د تاريخ په اوږدو كې ژوره معنا لري. له جنته د حضرت آدم ع ويستل كېدل د مكان سره د انسان د رومانتيكو اړيكو د پيل لومړنى بېلګه بلل كيږي.

429960
ښاري ژوند او هويت


د انسان او مكان ترمېنځ متقابلې اړيكې د تاريخ په اوږدو كې ژوره معنا لري. له جنته د حضرت آدم ع ويستل كېدل د مكان سره د انسان د رومانتيكو اړيكو د پيل لومړنى بېلګه بلل كيږي. دويمه مهمه بېلګه بيا د انسان په لاس د انسان د وژنې نه وروسته د هغه د ښخولو په موخه د مكان موندل دي.

د ښاري ژوند او ښار جوړولو فكر په اصل كې د مړي لپاره د مكان موندلو او ددې ترڅنګ د ښخولو د مراسمو سره پيل شوى دى. داسې ډېرې افسانې په دې اړه موجودې دي. دا ځكه چې د خپل وژلي ورور د مړي د ښخولو په پايله كې رامنځته شوى ساختمان چې موږ يې قبر بولو، د ښار جوړونې لومړنى او ابتدايي ساختمان بلل كيږي. نن ورځ په نړۍ كې د هرې ټولنې ښارونو او د ښاري ژوند چارې له يو بل سره توپير لري چې د تاريخ په اوږدو كې د كلتورونو په رڼا كې آباد شوي دي.

په اروپا كې د مدرنيزم د پيل سره سم په تېرو شاوخوا ۳۰۰ كلونو كې د نړۍ په هره برخه كې يو بل ته ورته ښارونه جوړل شول او د بېلابېلو كلتورونو خاوندو ټولنو يو ډول ښاري ژوند ته غاړه كېښودله. دا بايد هېره نكړو چې ښار يواځې د استوګنځاى دنده او سرپناه دنده نه اجرا كوي. په عين حال كې د هغو كسانو د هويت څرګندويي هم كوي چې په كې ژوند كوي. ددې امله بايد د ښار او هويت ترمېنځ متقابلې اړيكې ښه وڅېړل شي. د ښار او هويت ترمېنځ اړيكې د تولنپېژندې له نظره دوه مهم اړخونه لري. لومړى اړخ يې روماتيزم او دويم يې بيا ميتافزيك دى.

هر ښار كه د ځان په اړه افسانې او كيسې ونه لري نو هويت هم نه لري. ددې امله ښارونه د جوړېدو سره سم په كې د مېشتو انسانانو لخوا ورته كيسې هم جوړيږي چې دا كيسې او افسانې د ښار هويت جوړوي.

له بده مرغه زموږ ښارونه په چټكۍ سره خپل هويت له لاسه وركوي. كه چېرې موږ وغواړو چې خپلو ښارونو ته يو هويت ور وبښو نو لومړى بايد خپله هويت وپېژنو او د ځان په اړه كيسه وليكو. زموږ د كيسې هر اتل كولاى شي چې په ټوليزه توګه زموږ د ښار هويت هم شي.

تركيه كه چېرې غواړي چې خپله كيسه او هويت نړيوالو ته معرفي كړي نو لومړى بايد د خپلو ښارونو د هويت د جوړولو په فكر كې شي. له بده مرغه چې د اوږدې مودې لپاره دې موضوع ته اهميت نه دى وركړل شوى. حال دا چې مكان عربي كلمه ده او ريښه يې هم `كون` دى چې د جوړښت په معنى دى. د `كون` كلمه په عين حال كې پيدايښت، رامنځته كېدل، مخلوق او داسې نورې معنى ګانې هم وركوي. هر دين، ايډيولوژي او تفكر د مكان په اړه بېلابېل ليدلوري لري. ځكه چې مكان يا د اوسېدو ځاى د انسان د ژوند د دوام لومړنى شرط دى.

په تركيه كې په ځانګړي توګه د جمهوريت په لومړيو كلونو كې د تركي ښارونو د هويت په برخه كې يو لړ فعاليت ترسره شو. په دې موده كې د ملي معمارۍ په نامه يو كمېټه جوړه شوه چې دنده يې د اړوندو ښارونو د هويت ژوندي كول وي. له بده مرغه دې كمېټې د مدرنيزم په بهانه د يو زيات شمېر ښارونو پخوانى هويت له منځته يوړو او پر ځاى له ښارونو نه يواځې د استوګنځايونو په څېر سيمې جوړې كړلې. د بېلګې په ډول يو زيات شمېر تاريخې ودانۍ ورانې شوې او پخوانۍ معماري بدله شوه.

د تركيې د نوې تګلارې د اجندا مهمه موضوع هم د ښارونو لپاره د پخواني هويت بېرته را ژوندي كول دي. سربېره پر دې د ښارونو لپار د نوي هويت ټاكل هم مهمه دنده ده.

په تركيه كې د اوسېدو د سيمې د ټاكلو په موخه بايد لومړى يې هويت تعين شي. دا هويت په راتلونكې كې د نوي نسل لپاره خورا ارزښت لري.



اړوند خبرونه