د محمد په نامه فلم نن نندارې ته وړاندې کیږي
د حضرت محمد ( ص ) په نامه د ایراني فلم جوړونکي لخوا جوړ شوی د ( محمد ) په نامه فلم چې په نړۍ کې د مسلمانانو سخت غبرګون پارولی وو نن په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د ویلو ده چې پدې فلم کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورل يي یو تن سینمايي لوبغاړي ته ورکړی دی . دا لومړی ځل دی چې په یو فلم کې د محمد ص په رول کې یو تن لوبول کیږي.
ددینه د مخه په فلمونو کې به د محمد ص څیره یا وجود نه ښکاره کیده یواځې د هغه عصا ښکاره کیده.
پدې فلم کې بیا محمد ص د شا لخوا ښکاره کوي.
د فلم اعلانونه د ایران په ښارونو کې په لارو او سړکونو کې ځوړول شوي دي.
دا فلم د ایراني فلم جوړونکي مجید مجیدي لخوا جوړ شوی دی . پدې فلم کې د محمد ص د ماشومتوب کیسې ته ځای ورکړ شوی دی .
په فلم ۳۰ میلیونه ډالره لګښت راغلی دی .
د نړۍ فلم جوړونکي وايي چې دا فلم د کیفیت له پلوه تر ننه د جوړ شوو فلمونو نه ښه دی.
ویل کیږي د فیل د پیښې چې په قرانکریم کې هم یادونه شوې ده سره پيلیږي.
په فلم کې د فیل د سورت کیسې ته هم ځای ورکړ شوی دی. فلم په کعبې د ابرهه د اردو د برید د کیسې سره پیلیږي.
همداشان په فلم کې یو زیات شمیر نورو تاریخي پيښو ته هم ځای ورکړ شوی دی .