د افغان فلم جوړوونكي په لاس د فلسطيني بريد ګر د ژوند فلم

د روان ميلادي كال د فبرورۍ په مياشت كې د ډنمارك په پلازمېنه كوپنهاګن كې د يو فلسطيني ځوان لخوا د يهودانو پر صومعې او كلتوري مركز باندې د وسله وال بريد فلم جوړيږي.

369111
د افغان فلم جوړوونكي په لاس د فلسطيني بريد ګر د ژوند فلم

دا فلم چې د يو تن افغان فلم جوړوونكي منيار پرواني په لاس جوړيږي مالي مرسته يې د ډنمارك د فلم جوړولو د يو شركت پر غاړه ده. منيار پرواني چې په ۱۹۷۶م كال كې په كابل كې زېږېدلى دى اوس په ډنمارك كې ژوند كوي او يو شمېر نور فلمونه يې هم جوړ كړي دي.
په فلم كې د فلسطيني ځوان عمر عبدالحميد الحسين د ژوند كسيه كيږي چې څرنګه په ناڅاپي توګه راډيكال شو. عمر د فبرورۍ په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه په كوپنهاګن كې د يهودانو پر يوې صومعې او يو كلتوري مركز باندې وسله وال بريد وكړ چې په پايله كې ۲ تنه ملكي وګړي ووژل شول او ۶ تنه پوليس ټپيان شول.
دا فلم چې `` پټې سترګې`` نوميږي پكې به دې پوښتنې ته ځواب وموندل شي چې په اروپا كې مسلمان ځوانان ولې راډيكال فكرونه غوره كوي؟ په فلم كې به عمر د ژوند په تيارو برخو رڼا واچول شي.
دا په داسې حال كې ده چې ددې فلم د جوړولو سره ځينې كسان مخالفت هم كوي. په تېره بيا يهودي ټولنې وېره لري چې فلم به عمر لخوا ترسره شوو بريدونو ته د خلكو په سترګو كې مشروعيت وركړي. د ډنمارك د يهودي ټولنې مشر ډان روزنبرګ وايي چې `` دا چې ددې فلم جوړول ښه كار او كه بد په اړه بايد څېړنې وشې. داسې وېره شته چې خلك به د عمر سره خواخوږي وښايي. مهمه دا ده چې دا ډول بريدونه بايد نو ترسره شي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه