د نړۍ تر ټولو تاریخي او پخوانی قرانکریم وموندل شو

د نړۍ تر ټولو پخوانی په لاس لیکل شوې د قرانکریم نسخه د انګلستان د بیرمنګام په پوهنتون کې وموندل شوه.

346689
د نړۍ تر ټولو تاریخي او پخوانی  قرانکریم وموندل شو

په ترسره شوو څیړونو کې ویل شوي دي چې دا قرانکریم دا نسخه ۱۳۷۰ کاله مخکې لیکل شوې ده.
د بي بي سي د خبر له مخې په لاسي خط د لیکل شوي د قرانکریم پاڼې څه باندې یوه پیړۍ کیږي چې د بیرمنګام د پوهنتون په کتابتون کې شتون لري خو د چا لخوا لیدل شوي ندي.
د برتیش کتابتون د سپڅلو کتابونو متخصص ډاکټر محمد عیسی والي ویلي دي چې ددې قرانکریم د نسخې کشف د اسلامي نړۍ لپاره یو ډير ښه زیری او د خوښۍ خبر دی.
د نړۍ تر ټولو د پخواني قرانکریم پاڼې د بیرهنګام پوهنتون په کتابتون کې د منځني ختیځ د کتابونو او اسنادو په منځ کې موندل شوی دی.
ویل کیږي د قرانکریم د یاد شوي پوهنتون د ډوکټورا د یو تن زده کوونکي لخوا د څیړونو په ترڅ کې موندل شوی دی.
دا قرانکریم د اکسفورد په پوهنتون کې د کاربون د ټیسټ نه تیر شوی دی . د اکسفورد پوهنتون ویلي دي چې دا قرانکریم د وري یا د اوزې په پوټکي کې لیکل شوی دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه