د روسي مسلمانانو د اسلامي معلوماتو د کچې د لوړولو په خاطر د ترکی

د ترکیې د دیني چارو عمومي ریاست په روسي ژبه د دایره المعارف او اسلامي اساسي معلوماتو په ژباړلو پيل وکړ.

70116
د روسي مسلمانانو د اسلامي معلوماتو د کچې د لوړولو په خاطر د ترکی

د ترکیې د دیني چارو عمومي ریاست په روسي ژبه د دایره المعارف او اسلامي اساسي معلوماتو په ژباړلو پيل وکړ.

د هیواد د دیني چارو عمومي ریاست په روسیه کې د مسلمانانو د دیني معلوماتو د کچې د لوړولو په موخه په یو لړ فعالیتونو پيل لاس پورې کړ .
د ترکیې د دیني چارو عمومي ریاست د اسلامي اساسي معلوماتو چې د ژوند د ورځنیو چارو مهمه برخه جوړوي په روسي ژبه ژباړولو پيل وکړ .
د ویلو ده چې ددې پروژې نه اصلي موخه چې په ترڅ کې د دیني کتابونه، د پیغمبرانو او اسلامي مهمو شخصیتونو اړوند سالم معلومات په روسي ژبه ژباړل کیږي د اسلام د مبارک دین په اړه په روسیه کې د میشتو مسلمانانو د معلوماتو د کچې لوړول دي.
دایره المعارف چې په نړۍ کې د مدرنیت له امله د پيدا شوو بعضو ستونزو پر خلاف د اسلام اصلي دریځ بیانوي او د ټولو مسایلو په اړه په سالمه توګه د اسلام پیغامونه بیانوي سربیره پردې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د نورو دینونو د لارویانو سره میشتو مسلمانانو ته د دیني معلوماتو د کچې د لوړولو او اړتیاوو د پوره کولو په مسله کې مرسته کوي.
تمه کیږي چې په روسي ژبه ژباړل شوی دایره المعارف په پنځو او یا شپږو جلدونو کې چاپ شي.
ویل کیږي ددې پروژې په چوکاټ کې به په سیمه کې د مخاطب کسانو اړتیاوې، انتظارات او اسلامي عنعنه په نظر کې نیول کیږي.
ویل کیږي په روسي ژبه چاپیدونکي اثر کې به د ژبې اسلوب ته ډیر زیات دقت وشي. همداشان دا اثر به یو ځل بیا د نظر نه تیر شي او یو شمیر هغه مادې به هم پکې اضافه کړې شي چې د سیمې خلک ورته اړتیا لري.
دا اثر به د مسکو په اسلامي انیستیتیوت کې د یو لس کسیز هیت د څار لاندې وژباړل شي.
د ترجمې چارې به يي د اسلامي څیړونو د مرکز لخوا هم د کنټرول لاندې ونیول شي.
د اثر د لومړني جلد چارې په پام کې ده چې په یو کال کې پایته ورسیږي او په مسکو کې خپور شي.
د ویلو ده چې د ترکیې د دیني چارو ریاست په پام کې لري چې دایره المعارف په روسي ژبه د ژباړولو نه وروسته د چین او بالکان د سیمې په ژبو هم وژباړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه