د ترکیې ملي راډیو تلویزیون اداره خپله پنځوسمه کلیزه لمانځني.

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل ، لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او مرستیال لومړی وزیر بولنت ارنچ د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د ادارې د ۵۰ مې کلیزې له امله د مبارکۍ د مبارکۍ پيغامونه خپآرله کړل

62141
د ترکیې ملي راډیو تلویزیون اداره خپله پنځوسمه کلیزه لمانځني.

د ترکیې ملي راډیو تلویزیون اداره خپله پنځوسمه کلیزه لمانځني.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د پنځوسمې کلیزې د لمانځو په چوکاټ کې د ټي آر ټي مرستیال ذکي چیفتچي په مشرۍ هیت د مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي مرستیالانو، کوردیناتورانو ، ریسانو او کارکوونکو نه جوړ هیت نن ترکیې د جمهوریت د بڼسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.

د ټي آر ټي د عمومي ریس مرستیال ذکي چیفتچي د اتاترک په مزار د ګلانو د ګيډې د ایښودو نه وروسته د درناوي مراسم پر ځای کړل.

وروسته هیت د انت کبیر د میثاق ملي څلي ته تیر شو او د انت کبیر په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ.

د ټي آر ټي مرستیال د اتاترک د مزار انت کبیر په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل !

د ټي آر ټي د کارکوونکو په توګه چې په ډیر ویاړ سره د ۵۰ مې کلیزې نه لمانځه کوو ستاسې ژمنه کوو چې ټي آر ټي به په نږدې راتلونکې یواځې په ترکیه کې نه بلکې په نړۍ کې د مطبوعاتو په یو ډیر مهم مرکز بدل کړو. روح مو ښاد .

د ویلو ده چې د ټي آر ټي د عمومي مشر مرستیال ذکي چیفچي د ټي آر ټي سره په مرکه کې وویل چې زموږ د چارو په لومړیتوب کې په انګلیسي ژبه د ۲۴ ساعته خپرونو پيلولو دي چې انشاالله د مني په پیل کې به په فعالیت پیل وکړي.

د یادولو وړ ده چې د ټي آر ټي د پنځوسمې کلیزې له امله ولسمشر عبدالله ګل ، لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او مرستیال لومړي وزیر بولنت ارنچ د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي .

ولسمشر عبدالله ګل په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ټي آر ټي د راډیويي او ټلویزیوني خپرونو سره په ترکیه کې تر ټولو ځانګړې ځای لري.

ولسمشر ګل زیاته کړې ده چې ټي آر ټي د هر اړخیزو او محتوا نه ډکو خپرونو سره د ټولنې یوې ډیرې لویې برخې ته خطاب کوي. ټي آر ټي نن ورځ په ملي او نړۍواله کچه داسې پرمختګ کړی دی چې ترکیه پرې افتخار کوي.

ولسمشر ګل زیاته کړې ده چې د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ادارې په خپل پنځوس کلن تاریخ کې ډیرې زیاتې لاسته راوړنې درلودلي دي . د باکیفیته او با مسولیته خپرونو سره يي د هیواد په دننه او نړۍ کې د ټولو باور ترلاسه کړی دی او نن ورځ د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د ترکانو پر وړاندې خپل مسولیت ادا کوي او زموږ غږ ورسوي.

د هیواد لومړي وزیر رجی طیب اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار سره ویلي دي چې د ترکیې ملي راډیو تلویزیون اداره د بې طرفه ، هر اړخیز، کیفیت نه ډک او په چتکه پرمختګ کوونکي دریځ ، متخصص پرسونل او د پرمختللي تکنالوژۍ سمبال ساختار سره په هیواد کې د مطبوعاتو په برخه کې په لومړي کتار کې ځای لري.

لومړي وزیر اردوغان زیاته کړې ده چې ټي آر ټي نن ورځ د نړۍ په یو زیات شمیر ژبو او لهجو ۱۴ تلویزیوني کانالونو او بې شمیره راډیوګانو سره په ترکیه او نړۍ کې خپلو خپرونو ته دوام ورکوي چې په هیواد او نړۍ کې د میلیونونو تنو لخوا ننداره کیږي.

لومړي وزیر ویلي دي زه پوره باور لرم چې ټي آر ټي د ترکیې د ملت د هر وګړي په زړه کې ځانته ځانګړې تخت جوړ کړی دی او په نړۍ کې د مښکښو خبري رسنیو په کتار کې ځای لري او خپل پرمختګ ته به په همدې شان دوام ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه