د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2128509
د انرژۍ اجنډا

 

د هايډروليک انرژي ولې مهمه ده؟

 

په ۲۰۲۳ کال کې تورکیې د خپلې برښنا  د تولید ۳۶.۳ سلنه د ډبرو سکرو، ۲۱.۴ سلنه له طبیعي ګاز څخه، ۱۰.۴ سلنه د باد څخه، ۵.۷ سلنه له لمر او ۳.۴ سلنه د جیوترمل انرژي او ۱۹.۶ سلنه یې د هایدرولیک یا اوبو  انرژۍ له لارې ترلاسه کړي چې دا سرچینې  ۹۶ عشاریه ۸  جوړوي.

 

په تورکیه کې د ټولو نصب شوې بریښنا  یوه دریمه برخه  یعنې ۳۲ زره ۴۰۰ میګاواټه د هایدرو بریښنایی بریښنا فابریکو  لخوا چمتو کیږي.

د ویلو ده چې  د هایدرولیک یا اوبو  انرژۍ له لارې د بریښنا د تولید ملي او پاکه طریقه ده، د انرژي تولید په پروسه کې د ضایعاتو یا کاربن اخراج لامل نه کیږي او د هیواد د بریښنا اړتیاو په پوره کولو کې ډیره مرسته کوي.

 

د ۲۰۰۲ کالراهیسې، نږدې ۶۵۰ د اوبو بریښنا فابریکې، په شمول د نړۍ په کچه مهمې پروژې لکه د یوسفلي بند او برښنا فابریکه، ال لي سو د اوبو بند او د برښنا فابریکه، دیرینر د اوبو بند او د برښنا فابریکه، ارمنک د اوبو بند او د برښنا فابریکه، خدمت ته وړاندې شوي.

د هایدرو بریښنا کلني تولید ظرفیت چې د ۲۰۰۰ کلونو  په لومړیو کې ۴۵ میلیارد کیلو واټ ساعتونه و، نږدې ۱۲۰ میلیارد کیلو واټ ساعتو ته لوړ شو.

په دې توګه، په تورکیه کې په هرو دریو څراغونو کې یو د اوبو د انرژۍ له لارې تولید شوې انرژي سره روښانه کیږي.

د هایدرولیک یا اوبو  انرژۍ د پراخولو هدف د منابعو تر ټولو اغېزمنې کارونې او "د انرژۍ په برخه کې د بشپړې خپلواکې تورکيې" په توګه ټاکل شوی و.

د یوسفلي بند او برښنا فابریکه  په تورکیه کې ترټولو لوړ بند دی او په نړۍ کې د خپلو همزولانو په  کټګورۍ کې پنځم لوړ بند دی چې د ۲۷۵ مترو لوړوالی لري. دا پروژه کولی شي د دوه نیم میلیون خلکو بریښنا اړتیاوې پوره کړي چې  د انتالیا په اندازه د ښار نفوس سره مطابقت لري. په اوسط ډول د ۱ عشاریه ۹ میلیارد کیلو واټ ساعته بریښنا تولید ظرفیت لري.

د الیسو بند او برښنا فابریکه  د اتاترک د  کاراکایا او کیبان بندونو وروسته د نصب ظرفیت له مخې د تورکیې څلورم لوی بریښنا فابریکه ده. الیسو بند  د ډکولو حجم له مخې د تورکیې دوهم لوی بند دی.

د الیسو بند د بنسټ څخه د ۱۳۵ متره لوړوالی سره، د ۲۴ میلیون متر مکعب ډکولو حجم او د ۲ زره ۳۲۷ مترو په اوږدوالي سره، د بدن د اوږدوالي او کانکریټ سطحې مساحت له مخې په نړۍ کې ترټولو لویه پروژه ده.

دغه فابریکه چې د ۲۰۲۰ کال د می په ۱۹مه یې خپله لومړۍ بریښنا تولید کړه او د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۳ نیټه یې په بشپړ ظرفیت سره په فعالیت پیل وکړ، تر دې دمه د ۸ میلیارد کیلو واټ بریښنا په تولید سره د هیواد اقتصاد ته نږدې ۲۳ میلیارده لیرې مرسته کړې ده.

د دیرینر بند او برښنا فابریکه  له یوسفلي وروسته د تورکیې دوهم لوړ بند دی چې د ۲۴۹ میټرو لوړوالی لري او کولی شي په کال کې په اوسط ډول ۲ میلیارد ۱۱۸ میلیون کیلو واټ ساعت بریښنا تولید کړي چې د ۶۷۰ میګاواټو نصب شوي بریښنا سره سمون لري.

د هایدرو برښنا انرژی د نړیوال نصب ظرفیت په درجه بندۍ کی تورکیه په نړۍ کی نهم او په اروپا کی په دوهمه درجه کی د ۳۲ ګیګاواټو په درلودلو سره، چین د ۴۱۵ زره میګاواټو په درلودلو سره لومړی، برازیل د ۱۱۰ زره میګاواټو په درلودلو سره دوهم او امریکا د ۱۰۲ زره میګاواټو سره دریم ځای لری.

د بریښنا د تولید په برخه کې د تورکیې د بندونو پانګونه ډیره مهمه ده، خو دا یوازینی دلیل نه دی چې د بند جوړولو ته اهمیت ورکول کیږي.

د هر سرانه  اوبو مقدار ته په پام سره، تورکیه د اوبو فشار سره مخ هیواد ګڼل کیږي. د اټکلونو له مخې، په تورکیه کې د سړي سر د اوبو اندازه، چې نن ورځ یو عشاریه ۵۱۹ متر مکعب ده ، تمه کیږي چې په ۲۰۳۰ کال  کې به ۱۱۰۰ مترو مکعبو ته راټیټ شي، کله چې د نفوس شمیر ۱۰۰ میلیون ته رسیږي. دا ترکیه د اوبو د بې وزلو هیوادونو په کتار کې اچوي.

له همدې امله، دا د اوبو د اغیزمنې کارونې لپاره یوه بله خورا مهمه پروژه ترسره کوي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه