پلټونکې سترګې
پلټونکې سترګې
تداوم او پایښت د پوهنتونونو یو له رقابتي برخو باندې بدلیږي.
سږکال، د تورکیې ۹۸ پوهنتونونه د " نړۍ د زرغون پوهنتونونو درجه بندي سیسټم" کې په لیست کې ځای نیولی دی.
موږ ددې اونۍ په خپرونه کې پدې اړه بحث کوو چې 'څنګه تداوم او پایښت د پوهنتونونو د رقابتي برخو څخه په یو بدل شوی دی.
اکادمیسینانو تورکي پوهنتونونه د زرغون پوهنتونونو درجه بندي سیسټم په لست کې لا لوړې درجه کې د ځای نیولو په موخه راپور چمتو کړی ویلي دي چې په اوږدمهاله توګه د زرغون اداري شکل سره ښوونځي به لا زیات بريالي او په لومړیو مقامونو کې ځای ونیسي.
د اندونیزیا پوهنتون د ۲۰۱۰ کال راهیسې د نړیوال زرغون پوهنتونونو درجه بندي سیسټم سره د لوړو زده کړو موسسو درجه بندي کوي چې کولی شي خپلې اړتیاوې پوره کړي او د چاپیریال، ټولنیز او اقتصادي پلوه پایښت لرونکي ژوندانه طرزالعمل په خپلولو سره پدې برخه کې رهبري وکړي.
د سیسټم اندازه کول، چې په ټوله نړۍ کې په دې ساحه کې یو له خورا منل شوي درجه بندي مطالعاتو څخه دی، د ۶ شاخصونو پر بنسټ د ۱۷ اصلي سرلیکونو په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د دوامدار پراختیا اهدافو په چوکاټ کې رامینځته شوي. .
پداسې حال کې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۱۰۵۰ پوهنتونونو او د تورکیې ۸۳ پوهنتونونو په ۲۰۲۲ کال کې په ارزونه کې برخه اخیستې وه . همداشان په ۲۰۲۳ کال کې پیا د نړۍ څخه ۱۱۸۳ پوهنتونونو او د تورکیې ۹۸ پوهنتونونو په لیست کې شامل شوي.
د تورکیې له ۹۸ پوهنتونونو څخه چې سږکال یې په اندازه کولو کې برخه اخیستې وه ، ۶ یې د غوره ۱۰۰ په ډله کې ځای نیولی دی. د تورکيې ۹ پوهنتونونه چې د جوړښت او زیربناوو، انرژۍ او د اقلیم د بدلون، کثافاتو، اوبو او ښوونې او روزنې په ټولو برخو کې د تیر کال په پرتله خپلې نمرې زیاتې کړې دي.
د استانبول تخنیکي پوهنتون، چې تیر کال یې ۴۷م مقام درلود، سږ کال د پوهنې او انرژۍ او د اقلیم د بدلون تر سرلیک لاندې د ارزونې په معیارونو کې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې.
په داسې حال کې چې د یلدز تخنیک پوهنتون، په لیست کې په ۶۳ مقام ترلاسه کړی وو، د تورکیې څخه دویم لوړ نمرې ترلاسه کړې، د ایرجیس پوهنتون، د اوزیګین پوهنتون، د ایګې پوهنتون او یدې تپه پوهنتون هغه پوهنتونونه دي چې د تورکیې څخه په لومړنیو غوره ۱۰۰ پوهنتونونو په لست کې شامل شوي دي.
د ویلو ده چې د ۲۰۲۳ کال د درجه بندیو له مخې د تورکیې پوهنتونونه په ځانګړي توګه د اوبو کارولو او ریسایکل کولو کې ښې لمبرې ترلاسه کړې وې، مګر د انرژي او اقلیم بدلون معیارونو کې ټیټ نمرې ترلاسه کړې وې.
د استانبول پوهنتون څخه بورجو زیبیک د موضوع په اړه لاندې ارزونه کړې.
"په نړۍ کې ډیری پوهنتونونه اوس د نړۍ ، چاپیریال او ټولنې په پام کې نیولو سره خپل کار باندې تمرکز کوي ترڅو د قوي ، شهرت لرونکي ، برانډ شوي ادارې عکس ولري ، ټولنیز ګټو ته لومړیتوب ورکوي او پدې برخه کې واحدونه رامینځته کوي. دا واحدونه باید داسې وي چې هرچا ته د لاس رسي وړ وي، نه یوازې د علمي او ساینس پوهانو ټولنې ته .
په ننۍ نړۍ کې اوس هغه پوهنتونونه د شهرت خاوند کیږي چې چاپیر ته زیان ونه رسوي او طبعي زیرمې ضایع نکړي، چاپیریال او خلکو ته د زیان رسولو پرته عمل وکړي او د زرغون مدیریت چلند نه استفاده وکړي.