پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

2075753
پلټونکې سترګې

په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله د هرو ۱۲  روغتونونو نه  یو یې د تړل کیدو له خطر سره مخ دی.

دا ټاکل شوې چې د نړۍ په هرو ۱۲ روغتونونو کې یو یې د اقلیم د بدلون له امله رامینځته شوي د سخت موسمي پیښو له امله د جزوي یا بشپړ بندیدو سره مخ کیدی شي.

د دې اونۍ په خپرونه کې موږ په دې اړه خبرې کوو چې څنګه 'په ۱۲ روغتونونو کې یو یې د اقلیم د بدلون له امله د تړل کیدو له خطر سره مخ دی؟

د ( ایکس ډي ای ) څیړنیزه موسسه چې د فزیکي اقلیم د خطرونو په اړه څیړنې کار کوي، د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د چوکاټ تړون د طرفینو په ۲۸ م کنفرانس کې په روغتونونو د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه د ترسره کړو څیړونو راپور خپور کړ.

د راپور له مخې، چې په ټوله نړۍ کې د ۲۰۰ زرو څخه د زیاتو روغتونونو د خطر تحلیل شامل دي، په ساحلي سیمو کې  او سیندونو ته نږدې سیمو کې روغتونونه د خورا خطر سره مخامخ دي، او د سیندونو د اوبو د سطحي لوړوالي او  سیلابونه روغتونونه د ستر  خطر مخامخ کړي دي. د پیړۍ په پای کې د سختو موسمي پیښو زیاتوالی او د سمندر د سطحې د لوړیدو له امله د ساحلي سیلابونو د چټک زیاتوالي خطر هم د روغتونونو ستونزې ډیروي.

که چیرې فوسیل سونګ په چټکۍ سره له مینځه یوړل نشي او اخراج دوام ومومي، د اقلیم بحران اغیزې لا پسې ژوریږي. دا  په نړۍ کې په هرو ۱۲ روغتونونو کې یو به د سختو موسمي  پیښو له امله جزوی یا بشپړ بندیدو خطر سره مخامخ کړي.

په داسې حال کې چې دا کچه په دې معنا ده چې ښايي ټولټال ۱۶ زره ۲۴۵ روغتونونه له دې خطر سره مخ شي، خو دا شمېره اوس د هغو روغتونونو له شمېره دوه برابره ده چې له خطر سره مخامخ دي.

د دې دلیل لپاره، په دې ټولو روغتونونو کې د اقلیم موافقت پانګوونې ته اړتیا ده، مګر حتی که دا پانګه اچونه چمتو شي، بیا ځای پرځای کول ممکن د ډیری روغتونونو لپاره یوازینی انتخاب وي.

د ۱۶۲۴۵ روغتونونو څخه ۲ سلنه د لوړ خطر په توګه تعریف شوي چې په ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې موقعیت لري.

په راپور کې د لوړ اخراج سناریو له مخې، د سختو هوا پیښو خطر به د پیړۍ تر پایه په ټوله نړۍ کې روغتونونو ته زیان رسول څلور چنده زیات کړي. که د فوسیل سونګ اخراج مخه ونیول شي دا خطر به د پام وړ راټیټ شي.

که چیرې د نړۍ د تودوخې زیاتوالی د فوسیل سونګ کارولو په چټکۍ سره د یو عشاریه درجو پورې محدود شي، د روغتون زیربنا ته د زیان رسولو خطر به د لوړ اخراج سناریو په پرتله نیمایي شي.

سویل ختیځ آسیا د هغه سیمې په توګه پیژندل کیږي چیرې چې روغتونونه په نړۍ کې د سختو هوا پیښو له امله د زیان ترټولو لوی خطر سره مخ دي. د لوړ اخراج سناریو لاندې، په سویل ختیځ آسیا کې نږدې یو سلنه  روغتونونه به د پیړۍ تر پایه د بشپړ یا جزوي بندیدو له خطر سره مخ وي.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه