پلټونکې سترګې
پلټونکې سترګې
په نږدې راتلونکي کې به د نړۍ د نوي کیدونکي انرژۍ ظرفیت درې چنده شي:
پداسې حال کې چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې پورې د نړیوال نوي کیدونکي انرژي ظرفیت دوه چنده لوړولو پلان په چټکۍ سره پر مخ روان دی ، دا ټاکل شوې چې ډیری هیوادونه لا دمخه د خپلو ملي اهدافو څخه د تیریدو په درشل کې قرار لري.
زموږ د دې اونۍ په خپرونه کې، د نړۍ د نوي کیدونکي انرژۍ ظرفیت درې چنده کولو احتمال" په اړه بحث کوو .
د لندن میشته د انرژی مطالعاتو بڼسټ ایمبر لخوا ترسره شوی تحلیل له مخې د نړۍ ۵۷ هیوادونه چې د ۹۰ سلنې چاپیریال ککړتیا مسئول بلل کیږي او اروپايي ټولنې د نوي کیدونکې انرژۍ د هدف له مخې غواړي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د تجدید وړ انرژۍ کچه چې په ۲۰۲۲ کال کې ۳ عشاریه ۴ ټیراواټه وه ۷ عشاریه ۳ سلنې ته لوړه کړي. تمه کیږي چې ددې انرژۍ ۳ څلورمه برخه د باد او لمر څخه ترلاسه شي.
یو زیات شمیر هیوادونه پلان لري سږ کال د نوي کیدونکې انرژۍ کچه دوه برابره لوړه کړي چې پدې برخه کې ټاکلي هدف ته رسیدلي او حتا ترینه تیر شوي هم دي.
د بله پلوه سږکال، د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون د طرفینو د ۲۸م کنفرانس څخه دمخه چې د متحده عربي اماراتو په مشرۍ په دوبۍ کې جوړ شوی وو، د نوې کیدونکې انرژۍ کچه درې برابره د لوړولو په اړه غږونه اوچت شوي دي.
د ایمبر د تحلیل له مخې، تر ۲۰۳۰ کال کې د نوې کیدونکې انرژۍ کچه درې برابره لوړولو او دا کچه ۱۱ تیرواټو ته د رسولو په خاطر د ۳ عشاریه ۷ ټیرواټو ظرفیت ته اړتیا ده ترڅو د نړیوال نوي کیدونکي انرژي ظرفیت د ډله ایزو ملي اهدافو سره سم درې چنده کړي .
د برازیل، هالنډ، متحده عربي اماراتو، استرالیا، سویلي کوریا، جاپان، چین او اسپانیا په ګډون دولس هیوادونه د ۲۰۳۰ کال هدفونو ته د رسیدو لپاره د اړتیا په پرتله ګړندي د نوي کیدونکي انرژي ظرفیت رامینځته کوي.
د هند، اندونیزیا، سعودي عربستان او هنګري په ګډون لس هېوادونه په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپلې نوې کیدونکي انرژۍ ظرفیت درې چنده کړي.
پداسې حال کې چې د امریکا په ګډون ۱۲ هیوادونه تر ۲۰۳۰ کاله پورې په خپل نصب شوي ظرفیت کې د باد او لمریزې انرژي برخه د ۴۰ سلنې لوړولو هدف لري ، د سویلي افریقا په ګډون ۲۰ هیوادونه پلان لري چې د دوی د بریښنا تولید له ۲۰ سلنې څخه ډیر له فوسیل سونګ څخه د تجدید وړ انرژۍ ته واړوي .وړاندوینه کیږي چې د نړۍ د نوي کیدونکي انرژي ظرفیت به درې چنده لوړ شي . د هیوادونو هوښیار اهداف د نوي کیدونکي انرژي ظرفیت له پلان څخه ګړندی وده کوي.