پلټونکې سترګې
د مصنوعي ځیرکتیا لخوا ملاتړ شوی نوی هنري خوځښت: ګانیزم
د مصنوعي ځیرکتیا لخوا ملاتړ شوی نوی هنري خوځښت: ګانیزم
که څه هم مصنوعي ځیرکتیا هره ورځ زموږ ژوند ته ډیر زیات ټیکنالوژیک نوښتونه راوړي، خو ددې سره سم د حقوقي پلوه هم پوښتنې راپورته کوي. یو له دې څخه د نوي هنري غورځنګ ګانیزم دی . دلته پوښتنه داده چې ایا د مصنوصي ځیرکتیا سره د تولید شوو اثارو مالکیت یا تالیف حق باید د چا وي؟
د دې اونۍ په خپرونه کې مونږ د نوي هنري خوځښت ګانیزم په اړه خبرې وکړو چې د مصنوعي ځیرکتیاو لخوا ملاتړ کیږي.
د ویلو ده چې په ۱۶۰۰ کال کې د "حساب د ماشین " په ایجاد سره پیل شوی دا خوځښت وروسته د کمپیوټر او انټرنیټ ادغام سره په سمارټ وسیلو بدل شو . په دې وخت کې، مصنوعي ځیرکتیا رامنځته شوه. د مصنوعي ځیرکتیاو ټیکنالوژي، چې د کمپیوټر له لارې د حساب کولو وړتیا په توګه راڅرګنده شوه، د نورو ډګرونو په څیر د هنر په ډګر کې هم یو شمیر نوښتونه رامنځته کړي دي. تر دې حده چې د هنر په نړۍ کې حتی یو نوی خوځښت پیل شو: ګانیزم
هنرمندان کولی شي د مصنوعي ځیرکتیاو په کارولو سره بصري کارونه رامینځته کړي. د دې کارونو تر شا د مصنوعي ځیرکتیاو الګوریتم پروت دی "جنراتي ادورسریل نټورک"، یا د GAN ټیکنالوژي، چې د ژورې زده کړې په ډګر کې کارول کیږي.
په هرصورت، دا پوښتنه چې د ګانیزم ټیکنالوژۍ سره رامینځته شوو اثارو اصلي مالکیت یا د تالیف حق به دا چا وي ؟ نن ورځ د یو زیات شمیر هیوادونو قضايي ارګانونه دې پوښتنې ته ځواب لټوي.
د بیلګې په توګه مصنوعي څرکتیا یو کار یو اثر رامینځته کوي ، مګر حتی هغه څوک چې د مصنوعي ځیرکتیا په استفادې سره دا اثر جوړوي پدې نه پوهیږي چې کوم ډیټا څخه استفاده شوې او دا کار د کوم الګوریتم پایله ده؟
د مصنوعي ځیرکتیا تورتم اړخ: بلیک باکس
لکه څنګه چې انسانان د خپلو حسی ارګانونو له لارې بهرنۍ نړۍ پیژني او زده کوي، مصنوعي ځیرکتیا د ماشین زده کړې سره ورته کار کوي. په دې توګه، هغه کولی شي د ډیرو هنرمندانو د کارونو په کارولو سره یو نوی کار رامینځته کړي. په بل عبارت، مصنوعي ځیرکتیا د کار سرچینه پټوي .
دلته پوښتنه داده چې ایا دا اثار د چا د هنرمند، سافټویر جوړونکي، یا خلکو پورې اړه لري؟
حقوقي نړۍ دې پوښتنې ته د ځواب په لټه کې ده. د اوس لپاره، هر هیواد مختلف حلونه تولیدوي. د مثال په توګه، امریکا په حقوقي سیستم کې داسې نظریه حاکمه ده چې د مصنوعي څیرکتیا سره جوړ شوي اثار نشې محافظه کیدای.
په هرصورت، پدې مرحله کې، انګلستان لاندې فلټر غوره کوي. هغه وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه د تولید شوي محصول په صورت کې، د مصنوعي ځیرکتیاو لخوا تولید شوي محصول حقونه هغه شخص یا اشخاصو ته ورکول کیدی شي چې د مصنوعي ځیرکتیاو سافټویر کاروي او پدې پروسه کې برخه اخلي.
په اروپا کې وضعیت یو څه توپیر لري. د اروپایی اتحادیې د کمیسیون لخوا پدې مرحله کې د لیکل شوو راپورونو له مخې ، داسې انګیرل کیږي چې پدې مسله کې مقررات اړین دي.
تورکیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د مصنوعي ځیرکتیاو ټیکنالوژۍ سره نږدې علاقه لري .
د مصنوعي ځیرکتیاو په اړه د ولسمشرۍ ډیجیټل بدلون دفتر لید خورا مثبت دی او له ټولنې څخه مصنوعي ځیرکتیا نه لرې کوي.
د تورکي حقوقپوهانو لخوا د "هایبرډ اثر" وړاندیز
د هایبرډ اثر مفهوم د هغه کارونو په توګه تعریف شوي چې دواړه د مصنوعي ځیرکتیا لخوا رامینځته شوي او د هنرمند فکري موضوع لري.
مصنوعي ځیرکتیا لاهم د قانوني پلوه د ډیرو زیاتو تشو خاونده یوه برخه ده. پداسې حال کې چې مقننه قوه غواړي دا په چټکۍ سره حل کړي، خو مصنوعي ځیرکتیا په ډیر سرعت سره وده کوي.