پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

2063506
پلټونکې سترګې

 

په غزه کې سمندر ته د فاضله اوبو دوامداره غورځول د "چاپیریال ناورین" جدي خطر رامینځته کوي.

د غزې ښاروالۍ د چاپیریال ناورین په اړه خبرداری ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د فاضله اوبو د تصفیې  تاسیساتو د نه فعالیت له امله سمندر ته د ککړو اوبو د تویولو له امله رامینځته کیدی شي . د ویلو ده غزه د تیرو ۳۶  ورځو راهیسې په دوامداره توګه د اسرائیلو بمباري لاندې ده.

د دې اونۍ په خپرونه کې به په دې اړه وغږیږو چې په غزه کې سمندر ته د فاضله اوبو تویدو دوام د  "چاپیریال څه ډول ناورین" خطر رامینځته کوي.

لیږد

د غزې د ښاروالۍ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د فاضله اوبه د تصفیې تاسیساتو د نه فعالیت کولو له امله فاضله یا ناپاکې  اوبه سمندر ته تویږي. د ویلو ده چې د اسرائیلو د بمبارۍ له امله د غزې د فاضله اوبو د تصفې ټول تاسیسات یا خو له منځه تللي  دي  او یا سخت زیانمن شوي او یا د بریښنا د نه شتون له امله  له فعالیته غورځیدلي  دي.

په بیان  کې ويل شوي چې د غزې له تړانګې څخه هره ورځ ۶۵ زره ګيلاسه فاضله اوبه سمندر ته تویږي او دغه حالت د روغتيا او چاپيريال جدي خطرونه رامنځته کوي.

په بیان کې یادونه شوې چې د غزې ښار شیخ رضوان حوض ته هره ورځ لس زره ګیلاسه فاضله اوبه پمپ کیږي او خبرداری ورکړل شوی چې د فاضله اوبو د ستونزې دوام په صورت کې  په سیمه کې بشري  ناورین لا پسې ژور شي.

د غزې ښاروالۍ هم پر هغو سازمانونو غږ کړی چې د روغتیا، چاپیریال او بشردوستانه برخو کې کار کوي په دې مسله کې "عاجل مداخله" وکړي.

پر غزې د اسرائیلو د بریدونو تازه حالت

اسرائیلي چارواکو اعلان کړی، چې له غزې څخه په ترسره شویو بریدونو کې د ۳۲۶ پوځیانو په ګډون تر ۱۴۰۰ ډېر اسرائیلي وګړي وژل شوي او ۵۱۳۲ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هیګاري ویلي، په غزه کې د القسام لوا په لاس کې ۲۴۰ اسرائیلي بندیان شتون لري.

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اسرائیلو په بریدونو کې د ۱۱۲۰۰ تنه ملکي  وګړي  وژل شوي  دي  چې ډیری ښځې او ماشومان دي.

په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او یهودي میشت ځایونو په بریدونو کې ۱۹۰ تن فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا دوه زره فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ د اکټوبر په ۲۶ مه په غزه کې محدود ځمکني عملیات پیل کړل او د هوايي بریدونو ځواک یې نور هم زیات کړ.

شفا روغتون چې په غزه کې تر ټولو لوی روغتیايي مرکز دی چې زرګونه ټپیان او ملکي وګړي په کې ځای پر ځای شوي وو، هم د اسرائیلي پوځ لخوا په نښه شو.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه