پلټوونکې سترګې
پلټوونکې سترګې
د اسرائیلو بریدونه د اقلیم د بدلون په وړاندې د غزې زیانونه زیاتوي.
په داسې حال کې چې د اسرائیلو لخوا د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې پر ټرانګې بریدونه دوام لري، په زرګونو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په سیمه کې ویجاړۍ د چاپیریال او عامې روغتیا ناورین هم منځته کړی دی.
د دې اوونۍ په خپرونه کې به د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونه او اقلیم باندې د اغیزو په اړه بحث کوو.
د فلسطین د چاپیریال د مدني سازمانونو د شبکې همغږي کوونکي عابر بطمه وویل، پداسې حال کې چې پر غزې د اقلیم د نړۍوال بحران اغیزې په ډیره پراخه توګه محسوس کیدې ، د اسرائیلو بریدونو سره دا اغیزې لا پسې ژورې شوي او دا به د ډیر اوږد مهاله پورې محسوس شي .
د اسرائیلو لخوا د اکتوبر پر اومې راهیسې پر غزې په روانو بریدونو کې په زرګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سیمه کې ویجاړۍ د چاپیریال او عامې روغتیا ناورین هم مخې ته رامنځته کړی دی. د غزې خلک چې له څو کلونو راهیسې د اقلیم د بدلون له امله منفي اغېزو سره لاس او ګریوان دي، د اسرائیلو لخوا په غزه کې د اوبو په سرچینو د بریدونو له امله له ستونزې لا پسې ژورې او بحران ته رسولي دي.
په غزه کې یو میلیون وګړي د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د اوبو ډیری سرچینې د اسرائیلو په واک کې دي.
د اوبو د تصفیې فابریکې د انرژۍ او نفتو د نشتوالي له امله له فعالیته غورځیدلي دي.
غزه چې وار د مخه د اقلیم د نړۍوال بحران له امله د جدي ستونزو سره مخامخ وه د اسرائیلو د بریدونو سره دا ستونزې په یو ژور بحران بدلې شوي او کرنیزې مځکې ټولې په وچو دښتو بدلې شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ د فعالیتونو دوام له ستونزو سره مخ دی.
فصلونه د اوبو د کمښت له امله وچت شوي دي.
فاضله اوبه پرته له تصفیې بحر ته غورځیږي.
جګړې وچکالۍ لا پسې زیاتوي او په دې توګه د مختلفو حشراتو او زیان رسوونکو پرازیتونو د زیاتوالي لامل کیږي.
د فلسطین د چاپیریال د مدني سازمانونو د شبکې همغږي کوونکي عابر بطمه وویل، فلسطین د اقلیم د بدلون له امله له وچکالۍ او د اورښت له کمښت سره مخامخ دی او په دوبي کې د تودوخې درجه ډیره لوړه او په ژمي کې ډیره ټیټیږي.
هغه زیاته کړه چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د اورښتونو کچه د پام وړ راټيټه شوې او د تودوخې او باران بدلون د کرنې په حاصلاتو او د ځمکې لاندې اوبو په کچه اغیزه کړې.
"فلسطین د دوو ګواښونو لاندې ژوند کوي: د اسرائیلو اشغال او د اقلیم بدلون"
د ویلو ده چې وروستي بریدونه به په اوږدمهال کې د چاپیریال جدي اغیزې ولري.
هغه زیاته کړه "موږ تر اوږدې مودې پورې د اقلیم د بدلون اغیزې محسوس کړو . دا اغیزې به په خاوره، اوبو، سمندري استوګنځایونو، هوا او تر ټولو مهم، د انسان روغتیا باندې وګورو، چې اوس مهال اسرائیل اوبه پرې کړي دي. په غزه د ټولې منابع او د څښاک اوبه له لاسه وتلې دي."
"فلسطین د دوو ګواښونو لاندې ژوند کوي: د اسراییلو اشغال او د اقلیم بدلون. هغه وویل تر کومه چې پر غزې محاصره او بندیزونه دوام لري موږ نشو کولی د اقلیم د بدلون پر خلاف ګټوره مبارزه وکړو. د فلسطینیانو په توګه، موږ هڅه کوو چې د اقلیم د بدلون سره د موافقت لپاره مختلف حلونه ولرو. د فلسطین د خلکو په توګه مونږ غواړو چې زمونږ د خپلو منابعو نه راتلوونکو اوبو کنټرول زمونږ په لاس کې وي. د همدې لپاره مونږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.
د دې ټولو محدودیتونو سره سره، موږ به د حل موندلو لپاره کار ته دوام ورکړو. موږ په فلسطین کې د اقلیم د عدالت د ترلاسه کولو لپاره خپل ټول هڅه کوو، خو د اشغال لاندې د اقلیم عدالت شتون نلري.