پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

2049116
پلټونکې سترګې

 

د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د میرمن آمنې اردوغان تر څارنې لاندې د صفر ضایعاتو یا فاضله موادو پروژه په یوې نړۍوالې پروژې د بدلیدو پر لورې روانه ده.

د ویلو ده چې دا پروژه د ملګروملتونو سازمان په سږنۍ کلنۍ اسمبله کې د ولسمشر اردوغان د میرمنې آمنې اردوغان لخوا په اجنډا کې نیول او پدې اړه ځینو نویو نوښتونو دا پروژه په یوې نړۍوالې پروژې د بدلیدو پر لورې روانه کړې ده .

ددې اونۍ په خپرونه کې د صفر ضایعاتو یا فاضله موادو په پروژې  چې د آمنې اردوغان تر نظارت لاندې ترسره کیږي لنډ بحث کوو.

د تورکیې د ولسمشر اردوغان میرمن آمنې اردوغان د ملګروملتونو سازمان د سږنۍ عمومي  اسمبلې په چوکاټ کې د امریکا په نیویارک ښار کې د تورکيې په کور کې

(  د صفر ضایعاتو یا فاضله موادو د نړۍوال حرکت پر لورې ) د پروژې د نړۍوالې کولو په برخه کې لومړنی ګام د ښه نیت بیان نامه لاسلیک کړه.

پدې مراسمو کې چې د سورینام، بوسنیا او هرزیګوینا، سیشل، صربستان، بلغاریا، لیتوانیا، زیمبابوې او سیرالیون د مشرانو میرمنې هم  برخه اخیستې وه د صفر ضایع کیدو د ښه نیت بیان نامې  په لاسلیک کولو سره د صفر ضایع رضاکارانې شوې.

"زموږ په نړۍ کې هره دقیقه یو میلیارد پلاستیکي بوتلونه کارول کیږي"

د ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن آمنې اردوغان په خپله وینا کې د پلاستیک زیاتېدونکي کارونې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په نړۍ کې په هره دقیقه کې یو میلیارد پلاستیکي بوتلونه کارول کیږي او د دې کثافاتو لویه برخه په سمندرونو کې ګډیږي. په سمندرونو او اوقیانوسونو کې  د ساه لرونکو حیواناتو ژوند د جدي  ګواښ سره مخامخ کړی دی.

لومړۍ میرمن اردوغان د خپلې وړاندوینې په شریکولو سره چې هر کال به د دوه میلیارده ټنو کورني کثافاتو تولید په ۲۰۵۰ کال  کې ۴ میلیارد ټنو ته ورسیږي ، وویل: "د مصرف دومره لوړه کچه نه یوازې د کثافاتو ستونزې رامینځته کوي ، بلکه زموږ د طبیعي زیرمو د کمیدو لامل کیږي. "

لومړۍ میرمن اردوغان وویل چې د ۶ کلونو په پای کې مونږ په تورکیه کې د کثافاتو په برخه کې د هلوځلو په پیلولو سره د ۶۵۰ میلیونه ټنو خامو موادو د کارونې په مخنیوي سره د هیواد سره د اقتصاد په برخه کې مرسته وکړه. ده وويل چې په دې موده کې د څه دپاسه دوه ميليونو کورنيو د اوبو د کلنۍ اړتيا سره سم د دوه زره فوټبال ميدانونو په اندازه ځمکه او د اوبو يوه سرچينه خوندي شوې ده.

هغه هیوادونو ته پیغام چې نړۍ ککړوي

لومړۍ مېرمن اردوغان دې ته په اشارې سره چې په تورکیه کې دغه لاسته راوړنې په نړۍ کې د دې پدیدې د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې نړۍ ککړوي باید مسوولیت په غاړه واخلي.

د دې په یادولو سره چې دوی د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷ مې غونډې په جریان کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوټریس سره د ښه نیت اعلامیه لاسلیک کړه چې د صفر ضایع حرکت بنسټ جوړوي، لومړۍ میرمن اردوغان وویل: "موږ دا اعلامیه د دې لپاره چمتو کړې چې راتلونکو نسلونو ته یوه پاکه نړۍ په میراث کې پریږدو.  د دې اعلامیې په لاسلیک کولو سره به موږ د انساني کورنۍ ساتنه وکړو، "زه تاسو ته بلنه درکوم چې له نن څخه د بدلون برخه شئ."

لومړۍ مېرمن اردوغان دې ته په اشارې سره چې تورکیه د پاریس د اقلیم د موافقې یوه برخه ده، ټینګار وکړ چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د شنو اقلیم صندوق ته د ۱۰۰ میلیارد ډالرو د ورکړې ژمنه لا هم نه ده پوره شوې.

"افریقی هیوادونه چې نړۍ ته د پرمختللو هیوادونو لخوا رامینځته شوي زیانونو قرباني دي ،  کوچني ټاپو هیوادونو او وروسته پاتې هیوادونه د پرمختللو هیوادونو د نه جبران کیدونکي زیانونو قرباني  دي." لومړۍ میرمن اردوغان وویل چې د اقلیم بحران دوام په د اخلاص او باور نړیواله ازموینه ده.

د ویلو ده چې تورکیې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې او دوامداره پرمختګ د پلان په چوکاټ کې د ملګروملتونو سازمان ته  د صفر ضایعاتو اعلامیه وړاندې کړه چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۱۴ مه نیټه ومنل شوه.

. په دې توګه، د "صفر ضایع پروژه"، چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د میرمنې تر څارنې لاندې ترسره شوې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پریکړې لخوا تائید شوه. د دې پریکړې سره، عمومي غونډې د مارچ ۳۰ د صفر ضایع نړیواله ورځ اعلان کړه.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه