پلټوونکې سترګې

پلټوونکې سترګې

2027919
پلټوونکې سترګې

 

په لاتینې امریکا کې د عثمانیانو اولاده   "ایل تورکولر" د خپلو بریالیتوبونو او لاسته راوړنو سره د خپل هیواد لپاره د ویاړ او افتخار سرچینه ده.

ډیری عثمانیان چې په نولسمه پیړۍ کې له عثماني امپراتورۍ څخه لاتینې امریکا ته کډه  شوي او د ال تورکو (تورکی) په نوم یادیږي نن ورځ په دې هیوادونو کې له سیاست څخه تر سوداګرۍ پورې ، هنر څخه تر ادب پورې په ډیرو برخو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې.

د دې اونۍ په خپرونه کې  پر دې خبرې وکړو چې څنګه په لاتینې امریکا کې د عثماني نسل  اولاده  "ال ترکولر" د خپلو بریالیتوبونو سره د خپل هېواد لپاره وياړ ګټلی دی.

د ویلو ده چې د ۱۸۶۰ کلونو  کې د  لومړنۍ نړۍوالې جګړې تر پایه پورې  د عثماني امپراتورۍ  دولت څخه لاتینې امریکا ته د کډوالۍ بیلابیلو  څپو شتون درلود.

د ویلو ده چې د عثماني‌ دولت څخه چې  ننۍ  تورکیه ، سوریه، لبنان، اسرائیل، اردن، فلسطین او مصر يي‌ هم تر اثر لاندې وو عیسوي عربانو، یهودانو او ارمنیانو د لیونټ سیمې څخه د مهاجرت په دې څپې کې برخه واخیسته چې په لویدیځ کې د مدیترانې او په ختیځ کې د میسوپوتامیا سره ګډه پوله لري.

همداشان د دویمې نړیوالې جګړې  پر مهال لا زیاتو  خلک مجبور شول چې لاتینې امریکا ته کډه  وکړي.

ډیری کډوال چې امریکا ته د تلو  او  د آزادۍ مجسمې لیدو په تمه روان شوي‌ وو  په ریو کې د کریسټ ریډیمر مجسمې لخوا به ورته  ښه راغلاست ویل کیده.

هغه مهاجرین چې د ښه راتلونکي په موخه  امریکا ته رسیدلي د "لاس تورکوس"، "ال ترکو" (تورک) په نوم یادیدل. نوموړي‌ ټول د عثماني‌ دولت وګړي‌ وو. که څه هم ځینې عربان، یهودیان او ارمنیان د هغوې نه د  "لاس تورکوس" په توګه د یادولو نه اعتراض کولو ، خو  د لاتینې امریکایانو لخوا دوې په ال تورکو مشهور وو.

سربیره پردې، د عثماني امپراتورۍ او د لاتینې امریکا د ځینو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې او قونسلګرۍ اړیکې په همدې موده کې پیل شوې.

د ښکاره سرچینو له مخې په ۱۹ مه پيړۍ کې د  عثماني‌ پاسپورتونو سره تللي‌ نږدې ۳۰ میلیونه تنه عربان او ، مسیحیان ، یهودان او ارمنیان لاتینې امریکا ته تللي‌‌ دي .

د ال تورکوس اولاده، چې له سیاست څخه تر سوداګرۍ پورې، له هنر څخه تر ادبیاتو پورې په ډیرو برخو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي، په هغه موقف کې دي چې ډیری خلک یې نن ورځ غواړي.

د لاتینې امریکا د دریو هیوادونو ولسمشران د عثماني اولاده ده.

د ال تورکوس اولاده د سیمې په سیاست، بیوروکراسي او د سوداګرۍ نړۍ او همدارنګه په کلیدي پوستونو کې دندې لري.

عثماني مهاجرینو په ارجنټاین، برازیل، السلوادور، دومینیکن جمهوریت، اکوادور، پاراګوای او برازیل کې په سیاست کې مهم ونډه واخیسته.

د دې اوسني مثالونو څخه د ال سلواډور ولسمشر نایب بوکیل ، د پاراګوای ولسمشر ماریو عبدو بینیټز او د ډومینیکن جمهوریت ولسمشر لویس ابینادر دي.

له بلې خوا، د لبنان الاصله میشل تیمر چې په  ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځه  د برازیل ولسمشر و، د لبنان الاصله د اکوادور ۴۱ م ولسمشر جمیل محواد او په د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځه  کد ارجنټاین ولسمشر، کارلوس مینیم د سوریه الاصله  دی. مهم سیاستوال چې کورنۍ یې د عثماني امپراتورۍ څخه کډوال شوي.

د نړۍ مشهور Eال ترکولر یا عثماني‌ اولاده

د سوداګرۍ او سیاست سربیره، ډیری عثماني الاصله لاتیني امریکایان په کلتور، ساینس، سپورت، ټولنیزو او هنري برخو کې د پام وړ لاسته راوړنو په ترلاسه کولو سره نړۍ پیژندل شوي‌ څیرې دي.

د ۱۶ ګرامي جایزو ګټونکې د کولمبیا سندرغاړې شکیرا،  نامتو سینمايي څیره  اداکاره، ډایرکټر او پروډیوسره سلما هایک، د دې  څخه یو څو مثالونو دي.

په نورو مشهور عرب لاتینیانو کې کارلوس سلیم شامل دي، د فوربس په وینا د نړۍ اتم بډایه سړی، او برازیلي لیکوالان رادوان نصر او ملټن هاتوم، او د ارجنټاین لوبغاړی ریکارډو ډارین.

له بلې خوا، کلتوري یا ټولنیز سازمانونه شتون لري چې د لاتینې امریکا په نږدې هر هیواد کې د عثماني تابعیت څخه د مهاجرینو ټولنو لخوا پرمخ وړل کیږي.

د دغو سازمانونو تر ټولو زړه راښکونکې بېلګه په چیلي کې د فلسطیني- چیلي ټولنه ده  چې کابو یو نیم میلیون فلسطینیان پکې مېشت دي.



اړوند خبرونه