پلټوونکې سترګې

پلټوونکې سترګې

2025042
پلټوونکې سترګې

 

د یونسکو سازمان په ښوونځیو کې په سمارټ یا زیرک ټيلیفونونو د بندیز لګولو غوښتنه وکړه.

د نړیوال تعلیم د څارنې په راپور کې، چې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې له خوا د ۱۸ کلونو راهیسې خپریږي، په سږني‌ راپور کې  د "موبایل تیلیفون بندیز" باندې ټینګار شوی.

د دې اونۍ په خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې د یونیسکو سازمان  ولې په خپل سږني‌ راپور کې  پر موبايل ټېلېفون بنديز د يونيسکو د نړيوال ښوونې او روزنې د څارنې په راپور کې وړاندې کړې او ټینګار يي پرې کړی دی؟

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري ادارې یونسکو د راپور له مخې، د ګرځنده ټیلیفون زیات استعمال په مستقیم ډول د ښوونیزو فعالیتونو له خرابوالي سره تړاو لري. داسې شواهد شتون لري چې د ساعتونو ساعتونو  لپاره  په ټيلیفونونو کې د ماشومانو بوختوالی د ماشومانو په احساساتي ثبات منفي اغیزه کوي. یونیسکو په ښوونځیو کې د سمارټ فونونو د منع کولو وړاندیز کوي.

راپور ټینګار کوي چې ډیجیټل ټیکنالوژي باید تل "د زده کړې لپاره د خلکو متمرکز لید" ولري او هیڅکله باید د ښوونکو سره د مخامخ خبرو ځای ونه نیسي.

د یونیسکو عمومي رئیس آډري ازولي وویل: "ډیجیټل انقلاب د پام وړ ظرفیت لري چې اندازه ګیري‌ ممکن ندی،  خو لکه څرنګه چې په ټولنه کې د استعمال په اړه ځیني‌ خبردارۍ ورکول کیږي‌ په همدې شان د تعلیم په برخه کې د استعمال په برخه کې هم بید جدي‌ خبردارۍ ورکړل شي. "

په نړۍ کې ۱۴ سلنه  هیوادونه د سمارټ فونونو د منع کولو پالیسي لري.

د نړیوال تیلیفون بندیز لپاره د یونیسکو وړاندیز په حقیقت کې لا دمخه په ډیری هیوادونو کې د قانون لخوا پلي شوی. فرانسه لومړی هیواد شو چې په ۲۰۱۸ کې یې د قانون له مخې په ښوونځیو کې سمارټ فونونه منع کړل. ګینا په ۲۰۲۱ کې ورته لاره تعقیب کړه. په لیتونیا، مکسیکو، پرتګال، اسپانیا، سویس او امریکا، کاناډا او سکاټلینډ کې هم بشپړ یا جزوي بندیزونه معرفي شوي.

بنګله دیش بله لاره تعقیب کړه. په ۲۰۱۱ کال کې په ټولګیو کې د زده کوونکو پر ځای د ښوونکو پر موبایل ټیلیفون بندیز ولګول شو. په ۲۰۱۷ کې، زده کونکي او ښوونکي دواړه ټولګي ته د ګرځنده تلیفونونو له راوړلو څخه منع شوي وو.

په تاجکستان کې د پوهنې د قانون د ۲۵مې مادې له مخې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو له خوا د موبایل ټیلیفون کارول منع دي. په ازبکستان کې، ښوونځي ته د ننوتلو پر مهال ټول وسایل باید بند شي.

فنلینډ او هالنډ د هغو هیوادونو څخه دي چې په ۲۰۲۴ کې به په ښوونځیو کې د سمارټ فونونو بندیز پلي کړي.

د سمارټ وسیلو کارول د زده کوونکو وړتیا راټیټوي

د زده کوونکو د ارزیابۍ نړۍوال پروګرام  په څیر د سترو نړۍوالو ارزیابیو نه د ترلاسه شوو معلوماتو په اساس د سمارټ فون روږدي کیدل ډیری وخت  د اکادمیک فعالیت کمولو سره تړاو لري.

په بلجیم، اسپانیا او انګلستان کې ترسره شوي مطالعات  دا هم ښیي چې په  ښوونځیو کې  د ګرځنده تلیفونونو بندیز د د زده کوونکو  وړتیا  ښه کوي، په ځانګړې توګه د کمې وړتیا خاوند زده کونکو لپاره.

د ښوونکو بورډ د تورکیې په ښوونځیو کې د سمارټ فون بندیز وټاکه

په تورکیه کې، په ۲۰۱۹ کې په رسمي جریده کې د خپور شوي پریکړې سره، د  پوهنې وزارت  د ثانوي زده کړو موسسو مقرراتو ډیری مادې بدلې شوې.

د دغو زده کوونکو لپاره تر ټولو سخت د ګرځنده تلیفونونو بندیز و.

د مقررې له مخې، ګرځنده تلیفونونه، کیمرې، ټابلیټ، کمپیوټر، سمارټ واچونه او ورته وسایل چې د آډیو او ویډیو ثبتولو وړتیا لري، د معلوماتو وسیلو په توګه تعریف شوي او دا د ښوونځي ادارې ته پریښودل کیږي چې د تیلیفون کارولو پریکړه وکړي. د ښوونکو بورډ ټاکي چې ایا ګرځنده تیلیفون په درسي‌  ساعتونو کې وکارول شي‌ او که نه.



اړوند خبرونه