پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

2015999
پلټونکې سترګې

 

د ستر کنګلونو ویلي کیدل په غیر مستقیم ډول په ځنګلونو کې اورلګیدنې زیاتوي.

متخصصین خبرداری ورکوي چې د اقلیم د بدلون له امله د قطبي یخونو ویلي کیدل  به د نړۍ تودوخه نوره هم زیاته کړي، او د سخت موسم پیښې او وچکالي به په ځنګلونو کې د اورلګیدونو کچه نوره هم لوړه کړي.

د دې اونۍ په خپرونه کې مونږ په قطبونو کې د یخونو د ویلي کیدو له امله په غیر مستقیم ډول د ځنګلونو اورلګیدونو د کچې د لوړولو په اړه غږیږو.

د قطبي یخونو د ویلي کیدو زیاتیدونکي مقدار، چې د لمر د ۸۰ سلنې شعاعو په منعکس کولو سره د نړۍ د تودوخې څخه مخنیوی کوي، د هایدرومیټرولوژیکي  توازن باندې منفي اغیزه کوي او طبعي ناورینونو ته لار هواروي. دا د هوا پیښې، د تودوخې د زیاتوالي، وچکالۍ، د اورښت په رژیم کې بدلون ، وچکالۍ، قوي بادونو په توګه ځان څرګندوي، په  ځنګلونو کې د اورلګیدونو د زیاتوالي مهم عوامل دي.

د بوغازایچي پوهنتون د اقلیم بدلون او پالیسۍ عملي او څیړنې مرکز بورډ غړی پروفیسور ډاکټر مرات ترکش وویل چې  قطبي یخونه ،براعظمي یخونه، د یخ ډالونو او سمندري یخونه، په لوړو غرونو کې د الپین دره یخونه  یو له هغو برخو څخه دي چې د اقلیم سیسټم جوړوي.

پروفیسور ترکش وايي چې د یخونو د دوام لپاره د واورو وریدل، وریدلې واورې د یوې مودې لپاره د مځکې د پاسه پاتې کیدل او د غرونو د پاسه د کنګلونو په شاوخوا کې د واورو موجودیت یوه لازمي خبره ده. اصلي ستونزه هم د همدې ځایه سرچینه اخلي.

په تیرو ۵۰ کلونو کې، د نړۍ په ډیرو برخو کې د کنګلونو حجم او مساحت کم شوی، ځکه چې د هوا تودوخی ډیر شوی  او واوره کمه شوې.  حتی که چیرې واوره  هم وشي، د هوا تودوخه په چټکۍ سره لوړیږي چې د همدې امله یخونه نه تغذیه کیږي. دا په تورکیه کې وضعیت په ورته ډول دوام لري.که چیرې د قطبونو یخونه پدې چټکۍ سره دوام وکړي ، دا په راتلونکې پیړۍ کې به قطبونو تودوخي هم لوړه شي  او په ټولیزه توګه د یخونو د ویلي کیدو له امله به د هوا تودوخي درجه ۱۰ درجې نوره هم توده شي. دا ددې په معنا ده چې تورکیه هم په ګرمو هیوادونو کې داخله کړي او جدي وچکالي هم رامنځته کړي.

هغه د دې په ټینګار سره چې تودوخه او وچکالي د کرنې په برخه کې د جدي بحران، د کرنیزو حاصلاتو چټک کمښت، د اوبو د سرچینو کمښت او ځنګلونو د اورلګیدونو د پراخیدو په معنی ده. پروفیسور ترکش خبرداری ورکړ چې کیدای شي د اورلګیدونو خطر به په اوږده موده کې د پسرلي له نیمایي څخه د مني تر نیمایي پورې راټیټ شي او د لوی اور خطر به ډیر شي.

هغه دې ته په اشارې سره چې سترو اورلګیدونو  په لسګونو زره کلونو کې رامینځته شوي د ژوند چاپیریال ګډوډ کړی او زیاته کړه،

"په داسې حال کې چې ځنګلونه د کاربن سرچینه ده کله چې دوی سوځوي، کاربن ډای اکسایډ هم اتموسفیر ته خارجیږي. سربیره پردې، د ځنګلونو ورکیدل د اوبو د سرچینو د کمیدو او ختمیدو په معنا دي. په نړۍ کې د هوا ډیر زیات تودوخی د اوبو د  تبخیر ګړندی کوي ناورینونو، سیلابونو، مځکښویدونو او نور ډول ډول طبعي ناورینونو ته لار هواروي. که چیرې د ننیو طبعي ناورینونو مخه ونه نیول شي دا به په راتلونکې کې منفي اغیزو کچه څو برابره لوړه شي

"زه په راتلونکو لسو کلونو کې د سختې وچکالۍ تمه لرم"

د استانبول پوهنتون-جراح پاشا پوهنتون د ځنګلونو څانګې د ځنګل انجنیري پوهنځي استاد پروفیسور ډاکټر یوسف سیرنګیل، یادونه وکړه چې که څه هم قطبي یخونه  د ځنګل په اورونو مستقیم اغیزه نلري، دوی په موسمونو اغیزه کوي.

سیرنګیل دې ته په اشارې سره چې د تودوخې په لوړیدو سره تبخیر ډیریږي ، وویل: "له دې امله وچکالي رامنځته کیږي او رامنځته شوې هم ده. وچکالي د  تبخیر او تودوخې نتیجه ده. په دوبي کې د تودوخې زیاتوالی نه یوازې د ځنګلونو اورونو رامنځته کوي  بلکې زموږ د سیندونو وچیدو معنی هم لري او زمونږ د ارزښتونو د لمنځه تلو په معنا هم دي."

د اقلیم بدلون د ځنګلونو په اورلګیدونو  کې یو مهم فکتور دی، پروفیسور. ډاکټر سیرینګیل وویل "د اور لګیدنې فصل د می په پای کې پیل کیږي او د سپټمبر تر پایه دوام کوي. د ژمي نرمې میاشتې زموږ لپاره د اور موسم اوږدوي. دا هغه وخت اوږدوي کله چې د سونګ موادو لږ څه وچ شي، اور د می له پیل څخه تر اکتوبر پورې وغځول شو."

سیرینګیل وویل چې د قطبي بخونو د ویلي کیدو  سره ، سیسټم ته ډیرې اوبه ننوځي ، سیسټم د لمر څخه د اضافي انرژي سره ګړندی کوي ، یو ګړندی جریان رامینځته کیږي او په پایله کې په لنډ وخت کې د ډیرو درنو بارانونو د لیدلو احتمال ډیریږي.

پروفیسور ډاکټر سرینګیل، "زه په ترکیه کې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د یوې جدي وچکالۍ تمه کوم." خپل نظر شریک کړ.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه