د مهمو پيښو اجندا

پدې وروستیو اوونیو کې په سوریه کې ډیر مهم  پرمختګونه  روان دي.

908894
د مهمو پيښو اجندا

 پدې وروستیو اوونیو کې په سوریه کې ډیر مهم  پرمختګونه  روان دي.

د ترکېې د وسله والو ځواکونو لخوا  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د ترهګرو د ځالو د لمنځه وړو په خاطر پیل کړي عملیات دوام لري. ددې عملیاتو نه دوه اوونۍ تیریږي. 

ترکیه  د یو پلو  نه  په عفرین کې  په ډیر بریالیتوب سره  عملیات پر مخ وړي  او د بله پلوه  بیا  د سوریې د ادلیب په سیمه کې  د اوربند نه  د نظارت په خاطر  د څار نقطې  جوړوي.

د ویلو ده چې دا پرمختګونه په سوریه کې د امریکا پر رول  اغیزې کوي. لکه څرنګه چې پوهیږي  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د ترکیې د وسله والو پوځ  لخوا روانو د زیتون څانګې  عملیاتو  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي او پ وای ډي چې د امریکا  پوره ملاتړ تر شا لري ډیرې  ضعیفه کړي دي.

ددې سربیره  دې عملیاتو  په سوریه کې د نورو سیمو د خلکو مورال  لوړ کړی دی. دې عملیاتو  د بیلابیلو سیمو کې  خلکو ته  د ترهګرو پر خلاف د غږ د اوچتولو  جرئت او جسارت   ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې د عفرین سربیره منبیج، رقه او خاسکي  په سیمو کې  چې د پ ک  ک ترهګرې دلې د څانګو پ وای ډي او وای پ جي لخوا  اشغال شوي دي خلکو  ددوې پر خلاف  غږ اوچت کړی دی. خلکو په پاڅونونو پیل کړی دی.

د ویلو ده چې په منبیج کې خلکو  ددې ترهګرو  لخوا د روانو ظلمونو پر خلاف  اواز لوړ کړی  او د پاڅون  په درشل کې قرار لري.

د بله پلوه  د ترکیې  ، روسیې او ایران لخوا په ګډه   د سوریې د ستونزې د حل په خاطر  پيل کړی  د استانه  بهیر  په سیمه کې  د امریکا  رول  ته  ستر ګوزار ورکړی دی. دې بهیر  لاسته  راوړنو  هیلې راژوندۍ کړي دي.

په سیمه کې د امریکا  د رول  او اغیزو د ضعیفیدو  اصلي لامل  په غلطو  برخو  او کسانو سرمایه ګذاري ده. د امریکا دې غلطې سرمایه ګذارۍ  او انتخاب  دا هیواد په انزوا محکوم کړ.

د ویلو ده چې  ترکیې  د استانه مذاکراتو او بهیر  د پریکړو په رڼا کې  د سوریې د ادلیب په ښار کې  ډیرې زیاتې  د څار نقطې جوړې کړي دي . په الایس  تپه کې د ترکیې د سوله والو ځواکونو  ځای په ځای کیدو د ترکیې  قوي رول  او طاقت  ټولې نړۍ ته په ډاګه کړ.

د بله پلوه  د ترکیې وسله وال ځواکونه  د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا د زیتون څانګې  عملیاتو سره  د عفرین د نیولو پر لورې مختګ ته دوام  ورکوي. د ترکیې وسله والو ځواکونو د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا  د عفرین  ډيرې مهمې سیمې  یوه د بل پسې  نیولي دي او نیولو ته دوام ورکوي.

ترکیې  تر اوسه پورې ډیرې زیاتې سیمې د ترهګرو نه پاکې کړي دي.

همداشان  هغه فکرونه او نظرېې چې ویل به يي چې وای پ جي به هیڅکله پدې سیمه کې ماتې ونخوري  اوس له منځه تللي او بدل شوي  دي.

په اصل کې په سیمه کې  ددې فکر  او نظر حاکمول  د امریکا لخوا  ددې ترهګرو سره  د بې ساره وسلو او مهماتو  مرسته کول وو.

د ویلو ده کومه سیمې چې ددې ترهګرو ډلو لخوا نن ورځ  اشغال شوي دي دا ټولې د عربانو او ترکمنانو سیمې دي.

امریکا  د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه  دا ترهګر پدې سیمو کې ځای په ځای کړل  خو کله  چې داعش ماتې وخوړه  ددوې موجودیت دلته  ناراحتي ګانې رامنځته کړي دي. خلک يي  پاڅونونو ته  اړ کړي دي.

ددې په مقابل کې د ترکیې لخوا د سوري مخالفیو سره  مرستو چې د سوریې د ټولو  قومونو نه  تشکیل  دي  د خلکو هیلې راژوندۍ کړي دي.

دې مخالفو ډلو د خلکو لپاره  د وای پ جي په مقابل کې ښه بدل  رامنځته کړی دی.

د تر کيې په اړه د امريکايي مقاماتو ضد او نقيض څرګندونو او دوه مخي ددې رول ته ستر زيان اړولی دی. 

د يو ترهګر سازمان سره د بل ترهګر سازمان په مقابل کې د امريکا غلطو سياستونو هم د سيمې د خلکو سخت غبګونونه پارولي دي. 

همداشان امريکا ددې ټولو سره د ترکيې سره په پوله کې د ترهګرو  نه د پولو د امنيت تر نامه لاندې د منظم پوځ د جوړولو اقدام وکړ. د امريکا دې اقدام د ترکيې سربيره د ايران او روسيې هم سخت غبرګونونه وپارول. 

د ويلو ده چې امريکا د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه سوريې خاورې ته داخل شو او پ ک ک د څانګو پ وای ډي ا وای پ جي سره همکاري پيل کړه . امريکا په ټينګار ويل چې ددوې سره عړيکې يواځې او يواځې د داعش پرخلاف د مبارې نه عبارت دي او کله چې دا مبارزه پايته ورسيږي ددوی سره به هرډول اړيکې وشلوي او ورکړې وسلې به ترينه جمع کړي.خو نن ورځ د داعش د ماتې سره سره دا همکاري دوام لري . د بله پلوه امريکا غواړي چې په سوريه نظامي هډې جوړې کړي. 

په سوريه کې بل مهم پرمختګ د ترکيې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوريې د ادليب په ښار کې د اوربند د نظارت او تاوتريخوالي د کمولو په خاطر د څار د نقطو جوړول دي. 

ترکيه په سوريه کې په يو ډير مهم رول لرونکي هيواد بدل شوی دی. 

ترکيه غواړي چې د همدې مهم رول او تصميم ګير موقف نه په استفادې سره د سوريې روانې ستونزې ته د حل لار پيدا کړي او پدې هيواد کې روان انساني بحران پايته ورسوي.

ترکيې د يو پلو نه خپله خاره کې څه باندې ۳ ميليونو تنو سوري کډوالو  ته ځای ورکړی او دبله پلوه په سوريه کې د څه باندې ۴ ميليونو تنو نورو د بقا په خاطر هلې ځلې کوي. 

 


پيوندونه: #سوریه , #ترکیه , #عملیات

اړوند خبرونه