نړيوال زبرځواكونه څرنګه نشي كولاى چې سيمه ايز كړكېچونه آوار كړي؟

د انقرې ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل پدې اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوو...

900948
نړيوال زبرځواكونه څرنګه نشي كولاى چې سيمه ايز كړكېچونه آوار كړي؟

د تركيې نړيوال ليدلورى – ۵

د تېرې اونۍ په ليكنه كې مو پدې بحث كړى و چې نړيوال زبرځواكونه ولې د سيمه ايزو كړكېچونو د حل لارې په برخه كې ناكام دي؟ دا دى پدې ليكنه به  پدې اړه لږ نور هم بحث وكړو.

 د انقرې ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل پدې اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوو...

د نړۍ په نږدې سياسي تاريخ كې داسې هېڅ يو كړكېچ نشته دى چې د نړيوالو زبرځواكونو په مشرۍ د حل لارې په پايله كې آوار شوى وي. په دې لړ كې د نړيوالو زبرځواكونو د نظامي مداخلې په پايله كې هېڅ يو هېواد هم باثباته شوى نه دى. برعكس دا هېوادونه د نظامي مداخلې وروسته په پرله پسې ډول نور هم بې ثباته شوي دي. پدې هېوادونو كې په ټوليزه توګه لا زيات مرګونه، اوښكې، اقتصادي كړكېچونه او نورې ناخوالې د پخوا په پرته ډېرې شوي دي.

په نږدې تاريخ كې د نړيوالو زبرځواكونو د نظامي مداخلې په پايله كې رامنځته شوو كړكېچونو ته كه پاملرنه وكړو، هر څه به روښانه شي.

شوروي اتحاد د تاريخ كندې ته ګوزار شو خو په افغانستان كې روانه بې ثباتي چې د شوروي اتحاد د يرغل سره پيل شوې وه، د يو زيات شمېر مړينو، غمونو او ناخوالو سره اوس هم دوام كوي.

هو صدام يو ديكتاتور و. عراقي ولس د نوموړي د واكمنۍ تر كنترول لاندې د يو زيات شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان و. خو پر عراق باندې د نړيوالو زبرځواكونو تر بريد وروسته اوس د عراقيانو څو سلنه د صدام د رژيم پر ځاى اوسنى رژيم غواړي؟

د لېبيا هېواد چې د نړيوالو زبرځواكونو د نظامي مداخلې په پايله كې ټوټې ټوټې او لوټ شو، ددې هېواد راتلونكې په اړه څومره لېبيايان هيله مند دي؟

يا په سوريه كې حالات؟ ددې هېواد تقريبا ټول خلك لږ تر لږه يو ځل كډوالۍ ته اړ شوي دي، سلګونه زره كسان په كې وژل شوي او دمشق ښار چې د مدنيت زانګو بلل كيږي د حلب د تاريخي ښار سره په ګډه داسې وران شوى دى چې نور د پېژندلو نه دى. پدې حال كې د نړيوالو زبرځواكونو د مداخلې په پايله كې به د سوريې ولس څنګه پر دوى باور وكړي؟

پاكستان چې په افغانستان كې د لسګونو كلونو د جګړې له امله تر ټولو زيات زيانمن شوىدى اوسمهال د امريكا د متحدو ايالتونو تر ګواښ لاندې دى. دا هېواد د تېرو كلونو په پرتله لا زيات بې ثباته شوى دى.

علي عزبېګوېچ چې د نړۍ د نامتو مشرانو په كتار كې راځي، د جبر، ګواښ او نامعلومو وعدو په پايله كې دې ته اړ شو چې د ډېټن تړون لاسليك كړي خو دې تړون په بوسنيا كې مسلمانانو ته څومره حضور راوړ؟ سربي قاتلان چې د بوسنيايي مسلمانانو د ټولوژنې له امله د جزا په نړيواله محكمه كې محاكمه شول خو د بوسنيا هېرتڅګوېنا هېواد د سربيانو، كروشيايانو او بوسنيايانو ترمېنځ په درې برخو وويشل شو چې اوس هم په كې ثبات نه دى راغلى.

په ميانمار كې د روهينګيا د مسلمانانو كورونه وسوځول شو او دوى جبري كډوالۍ ته اړ ويستل شول. يو زيات شمېر د بنګله دېش هېواد په هېواد كې مېشت دي. د لوېديځ سره  د دوى د ډېر واټن له امله نشي كولاى چې د كډوالو په صفت هلته لاړ شي. د همدې امله د لوېديځوالو غوږونه بې غمه دي او نړيواله ټولنه د روهينګيا د كډوالو په اړه جدي اقدام نه كوي. تر اوسه پورې د يوې عادلانه حل لارې د رامنځته كېدلو په هيله د روهينګيايي مسلمانانو راتلونكې نامعلومه ده.

د تېرې يوې پېړۍ په اوږدو كې د نړيوالو زبرځواكونو لخوا پر فلسطين باندې راغلى حالت ټولو ته معلوم دى. د اسراييلي يرغل په پايله كې ددې ملت خاوره د هرې ورځې په تېرېدلو سره نوره هم لږيږي  او د فلسطينيانو د آزادۍ غږ نور هم په ستوني كې وچيږي. اوسمهال فلسطين لكه سر پرانيستى زندان او اوسېدونكي يې زندانيان دي.

بې له شكه چې دا بېلګې نورې هم ډېرېدلى شي.

له بده مرغه پورتني كړكېچونه يواځې د مسلمانانو هېوادونو په جغرافيه كې پېښ شوي دي چې دا په خپله د جلا څېړنې وړتيا لري.

د نړيوالو زبرځواكونو د مداخلې په پايله كې  كړكېچونه ولې دايمي كيږي؟

ددې حالت تر ټولو اساسي لامل د نړيوالو زبرځواكونو ذهنيت دى. دوى نړيوال سياست ته د حق، عدالت، ارزښتونو او اساساتو په سترګه نه بلكې د خپلو شخصي ګټو په سترګه ګوري. د تركيې په چارو كې د اروپايي ټولنې راپورترې كاتي پيري په روانه اونۍ كې څرګنده كړه چې د پې كا كا ترهګره ډله چې د ۴۰ زره كسانو قاتله ده، د دوى لپاره ګواښ نه دى. د كاتي پيري دا څرګندونې د لوېديځ ذهنيت په زړه پورې مثال دى. دا ذهنيت دومره بې پروا دى چې دوى د هرې ترهګرې ډلې پر وړاندې بې پروا وي تر څو پورې چې يې پر دوى باندې بريد نه وي كړى. دا ذهنيت د بشريت لپاره د خطر د زنګ په معنى دى.

ددې ذهنيت سره زموږ مدنيت آشنا نه دى. موږ هېڅ يوې ستونزې ته د امپرياليستانو له عينكو نه ګورو. موږ هېڅكله خپلو موخو ته د رسېدلو په موخه هره لار مباح نه بولو او پدې لاره كې د هر ډول درغليو د ترسره كولو د كلتور سره آشنا نه يو. زموږ په مدنيت كې حتى جګړه هم خپل حقوق او قوانين لري. موږ جګړه د يوې وسيلې په توګه نه بلكې د جګړې د كولو لپاره هم د مشروع حقوقي اساس د رامنځته كولو په لټه كې يو. موږ يواځې د همدې مشروع حقوقي اساس په چوكاټ كې جګړې ته تيار يو. لوېديځه نړۍ چې د اخلاقو او ارزښتونو پر ځاى د خپلو ګټو پر اساس خپل بهرنى سياست عملي كوي، د سيمه ايزو كړكېچونو د حل لارې په موخه د نړيوالو زبرځواكونو د ناكامۍ دلايل هم هغه څه دي چې پورته ذكر شول.

په سيمه كې د روانو كړكېچونو اصلي سرچينه پخپله نړيوال زبرځواكونه دي. نړيوال زبرځواكونه چې د يو بل سره د رقابت او يو بل ته د زيان رسولو په موخه له همدې سيمه ايزو كړكېچونو نه د يوې وسيلې په توګه استفاده كوي. نړيوال زبرځواكونه كه څه هم د سيمه ايزو كړكېچونو په رامنځته كولو كې فعالانه رول نه لري خو ددى كړكېچونو اوږدولو په موخه سياسي هلې ځلې كوي. په سوريه كې د امريكا د متحدو ايالتونو دريځ د پورتنۍ ادعا ښه بېلګه ده.

نړيوال زبرځواكونه د خپلو وسلو د پلورلو په موخه سيمه ايزو كړكېچونو ته د وسلو د سوداګرۍ د يو بازار په سترګه ګوري.

دا زبرځواكونه په مخامخ ډول د سيمه ايزو كړكېچونو نه نه اغېزمنيږي. د كړكېچونو تر ټولو لوى بدل د سيمي د هېوادونو پر اوږدو بار دى. نړيوال ځواكونه په سيمه كې تلپاتې نه دي. په سيمه كې د نفاق له تخمونو هغوى ته زيان نه رسيږي.

د پورتينو لاملونو په پايله كې د سيمه ايزو كړكېچونو د حل لارې په موخه بايد د نړيوالو زبرځواكونو پر ځاى د سيمه ايزو هېوادونو ايتلافونه جوړ شي.

پدې كې شك نشته دى چې په سيمه ايزو ستونزو كې د نړيوالو زبرځواكونو رول لږ دى. ددې ستونزو په رامنځته كېدلو كې تر ډېره بريده د سيمه ايزو هېوادونو رول مهم دى. ددې كړكېچونو په رامنځته كېدلو كې د سيمه ايزو هېوادونو د رول كچه د يوې جلا ليكنې موضوع دى. زما موخه د سيمه ايزو كړكېچونو د آواري په لار كې د سيمې د هېوادونو پر رول او يا هم پدې لار كې د نړيوالو زبرځواكونو د ناكامۍ ثابتول دي. كه چېرې حل لاره رامنځته نشي نو په سيمه ايزه كچه د نړيوالو زبرځواكونو ترمېنځ د رقابت له امله به د سيمې هېوادونه زيانمن شي.

د سيمې د هېوادونو لخوا د توكمپالو، استعماري، مذهب محوره او نورو ناوړه سياستونو له امله په سيمه كې د حل لارې د رامنځته كېدلو په ډګر كې تر ټولو لوى خنډ دى. خو دا هم بايد له ياده ونه ويستل شي چې كه چېرې د سيمې هېوادونه پخپله دا ستونزه آواره نكړي نو د نړيوالو زبرځواكونو مداخله به لكه د پورتينو بېلګو په څېرې ستونزې لا نوره هم كړكېچنه كړي. كړكېچونو چې هر څومره ژوريږي هومره د نړيوالو زبرځواكونو لپاره د مداخلې چارې آسانيږي. ددې جغرافيې خلك چې شاوخوا له ۱۰۰۰ كلونو راهيسې د سولې او ورورولۍ په فضا كې ژوند كوي نور د كړكېچونو او نفاق تحمل نه لري. بايد د سيمې هېوادونه د خپلو امكاناتو د كارولو په واسطه خپلې ستونزې په خپله آوارې كړي.

 د انقرې د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل وو.

 



اړوند خبرونه