طالبانو په افغانستان کې د سویډن د ټولو فعالیتونو د درولو نه خبر ورکړ
د طالبانو حکومت د سویډن د حکومت لخوا په هیواد کې قرانکریم سوځولو ته د اجازې ورکولو له امله په افغانستان کې ددې هیواد د ټولو فعالیتونو د درولو نه خبر ورکړ.

د طالبانو حکومت د سویډن د حکومت لخوا په هیواد کې قرانکریم سوځولو ته د اجازې ورکولو له امله په افغانستان کې ددې هیواد د ټولو فعالیتونو د درولو نه خبر ورکړ.
د طالبانو د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه تر هغه وخته پورې ودرول شول تر کومه چې دې هیواد د قرآن کریم سوځولو له امله له مسلمانانو بښنه غوښتي نوي.
مجاهد د سویډن د حکومت لخوا د مسلمانانو سپیڅلي کتاب قرانکریم سوځولو ته د اجازې ورکولو له امله د ټولو اسلامي هیوادونو نه غوښتنه کړې ده چې ددې ګستاخانه عمل په مقابل کې له سويډن سره پر خپلو اړيکو له سره غور وکړي.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان واک تر لاسه کړ، د سویډن په ګډون ګڼو بهرنیو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل، خو د سویډن ځینو مرستندویه موسسو په دغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د جون په ۲۸مه عراقي الاصله سلوان مومیکا د ستاکهولم جومات مخې ته د پولیسو تر څارنې لاندې قرآن کریم باندې برید وکړ او قرانکریم يي وسوځو.
دې پيښې د اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه وپارول.