د ولسمشر اردوغان لخوا په سویډن کې پر قرانکریم د برید په اړه ډیر سخت غبرګون

ولسمشر اردوغان : لویدیځ د وینا ازادۍ نه د اسلامو فوبیا په لاره کې د بهانې په توګه کاروي

2006570
د ولسمشر اردوغان لخوا په سویډن کې پر قرانکریم د برید په اړه ډیر سخت غبرګون

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لویدیځ کې په قرآن کریم باندې د منفور برید په اړه  وویل ، مونږ دغه برید د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې  د دښمنۍ د ناروغۍ د نویو ډولونو شاهدي‌ کوو چې په لویدیځ کښې د یوه وژونکي تومور په څیر په چټکۍ سره خپریږي. هغه وویل، لویدیځ نړۍ په ځانګړې توګه د دې ناروغۍ په وړاندې په مبارزه کې کوم ګام نه  دی پورته کړی.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه.

د کابینې غونډه د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ۳ ساعته او ۱۰ دقیقې دوام وکړ. ولسمشر اردوغان د غونډې نه وروسته په خپلو خبرو کې وویل: لکه څرنګه چې مو تل خپل ماشومان  په  اختر کې د اختر د چاکلیټو سره خوشحالولو هڅه کړې ده ، دادې پدې اختر کې مو په ځانګړې توګه خپل زلزله ځپلې هیوادوال هیر کړي‌ ندي. د کابینې د غړیو نه نیولې د پارلمان د وکیلانو پورې  زموږ یو زیات شمیر چارواکیو  د اختر ورځې د زلزله ځپلو سره تیرې کړې. په دې توګه موږ خپلو زلزله ځپلو هیوادوالو  ته دا احساس ورکړ چې دوی یوازې نه دي.

 همدا اوس د  هتای، ادیمان او ماراش په ګډون  زمونږ په ۱۱ زلزله ځپلو ولایتونو د بیارغونې چارې روانې دي. زموږ د کور جوړونې اداره  د فبرورۍ د شپږمې نیټې د زلزلې له امله د نړیدولو ودانیو د جوړولو ، د سیمې د بیرته خپلو پښو درولو په  بهیر کې مخکښ رول لوبوي.

د یو پلو نه د نوو ودانیو د بڼسټ ډبرې ایښودل کیږي‌ او د بلې لخوا نه هغه ودانۍ چې د جوړیدو چارې  دوام لري‌ چارې په چټکۍ سره مخ په ډیریدو دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې موږ به  د اکتوبر څخه تر نوامبر پورې د هغه  کورونو تحویلي پیل کړو چې چارې بشپړې شوي‌ دي.

زموږ هدف دا دی چې په لومړي کال کې د زلزله ځپلو لپاره  ۳۱۹  زره کورونه  جوړ کړو. موږ به په سیمه کې  په مجموعي‌ توګه ۶۵۰ زره کورونه جوړ کړو، چې ۱۴۳ زره یې د کلیو کورونه دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د استوګنې، د کلیو د کورونو او تبیلو  چې د جوړولو بهیر یې پیل شوی، ۱۸۰ زرو ته رسېدلی دی. زمونږ  هدف  راتلوونکي‌ اختره پورې هغه هیوادوالو ته چې کورونه يي په زلزله کې ویجاړ شوي‌ دي‌  د نوو کورونو تسلیمول او سپارل دي.

انشاالله چې مونږ به خپل زلزله ځپلې هیوادوال چاته احتیاج او محتاج نکړو .

ولسمشر اردوغان په سویډن کې په قرانکریم برید په کلکو ټکو وغنده و زیاته کړه ،

په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د لوی اختر د رارسیدو له امله خوښي‌ کوله ، د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې په  قرآن کریم بزدلانه برید زمونږ د ټولو سخته غصه راپارولې ده  «دا تحریف چې د مسلمانانو احساسات له پامه غورځوي، پریږدئ.

دې منفور برید چې په نړۍ کې  ۲ میلیارده مسلمانان  په زړونو ټپي‌ کړي‌ ، د بیان ازادي ازادي‌ خو په خپل ځای پریږده  له اساسي انساني ارزښتونو سره مطابقت نلري. دا د اسلام دښمنۍ تغذیه کیدونکې  د کرکې وړ جنایاتو ته لمن وهل دي. همداشان د پولیسو تر څارنې لاندې ددې برید ترسره کول بیا مونږ ټول ډیر اندیښمن کړي‌ یو.

د نړۍ په هېڅ هېواد کې د خلکو پر سپېڅلو مکانونو او ارزښتونو بریدونه د فکر ازادي نه بیانیږي. لکه څرنګه چې په نړۍ کې د نورو دینونو په سپیڅلو مکانونو لکه کلیسا او کنیسه برید کول او یا هغوې ته اور  اچول د بیان ازادي‌ کې نه شمیرل کیږي‌‌ او نده همداشان  د قرآن سوځول او بې احترامي‌ هم  د بیان  ازادي نه شي کېدای. زموږ په سترګو کې زموږ د جوماتونو په نښه کولو او زموږ پر سپیڅلي کتاب د ناوړه بریدونو تر منځ هیڅ توپیر نشته، په حقیقت کې هغه څوک چې اجازه ورکوي او همدارنګه د کرکې پدې جرمونو  سترګې پټوي  پدې کرکه او نفرت کې شریک دي. هغه څوک چې د خپل خوندیتوب په وخت کې هیڅ حقونه، قوانین یا اصول نه مني خو  کله چې موضوع د مسلمانانو سپېڅلو شیانو ته راځي، دوی ناڅاپه د فکر ازادي رامنځته کړي .دا ذهنیتونه په اصل کې د اسلامو فوبیا او بهرنیانو پر وړاندې د تبعیض پر مهال د د وینا ازادي‌ او داسې نورو ارزښتونو نه د بهانو په توګه استفاده کوي.



اړوند خبرونه