د افغانستان د غور په ولایت کې چاودنه شوې ده .
د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې چاودنه شوې
د افغانستان د غور په ولایت کې چاودنه شوې ده .
سیمه ایزو رسنیو د غور ولایت د مسئولینو له قوله نن د غرمې نه وروسته پدې ولایت کې د چاودنې د رامنځته کیدو نه خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چاودنه نن چار شنبه د غبرګولي یا جوزا د میاشتې ۱۷ مه نیټه د غرمې نه وروسته په ۱ بجه او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې رامنځته شوې ده .
عیني شاهدانو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د غور ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ریاست اړوند د یو دفتر په مخکې په یو رینجر شوې ده .
په چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د بدخشان ولایت د والي د مرستیال په موټر ځانمرګی برید وشو چې له امله يي د والي مرستیال او یو تن بل ژوند د لاسه ورکړ او ۶ تنه نور ټپیان شوي وو.
د پروني برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست. د نني برید مسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.