په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو ادارې ته وسپارل شو.
ایران په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته تسلیم کړ

په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو ادارې ته وسپارل شو.
د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپل شخصي ټویټر پاڼه کې په دې اړه څرګندونې کړې دي.
بلخي ویلي دي چې په تهران کې د افغانستان سفارت ته نوی شارژدافېر او ډيپلوماتان ټاکل شوي او سفارت به خپل فعاليتونه د نوو ډیپلوماټانو سره دوام وکړي.
بل لور ته په تهران کې د افغانستان سفارت د جمهوریت د دورې ډیپلوماتانو سفارت تخلیه کړ.
د ویلو ده چې په ترکمنستان، پاکستان، روسیې او چین کې د افغانستان سفارتونه تېر کال طالبانو ته سپارل شوي وو.
په ټوله نړۍ کې د افغانستان په پاتې سفارتخانې د پخواني افغان حکومت له خوا ټاکل شوو ديپلوماتانو لخوا اداره کیږي.
تر اوسه پورې هیڅ کوم هیواد په رسمي توګه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پیژندلې، په شمول هغه هیوادونه چې په خپلو هیوادونو کې یې سفارتونه طالبانو ته سپارلي هم دي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د افغانستان کنټرول او واک ترلاسه کړ.
اړوند خبرونه

په فراه کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د فراه په ولایت کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.