طالبانو پخوانی مشهور طالب قوماندان مولوي مهدي مجاهد چې د طالبانو پر خلاف يي بغاوت کړی وو وواژه

طالبانو پخوانی مشهور طالب قوماندان مولوي مهدي مجاهد چې د تیرې جون په میاشت کې د طالبانو پر خلاف بغاوت کړی وو وواژه.

1869215
طالبانو پخوانی مشهور طالب قوماندان مولوي مهدي مجاهد چې د طالبانو پر خلاف يي بغاوت کړی وو وواژه

طالبانو پخوانی مشهور طالب قوماندان مولوي مهدي مجاهد چې د تیرې جون په میاشت کې د طالبانو پر خلاف بغاوت کړی وو وواژه.

د طالبانو د موقت حکومت د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي مهدي د هرات په پوله کې هغه مهال د سرحدي ځواکونو له خوا په نښه او ووژل شو چې غوښتل یې ایران ته واوړي.

د مولوي مهدي ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. مولوي مهدي مجاهد چې هزاره توکمه دی. مولوي مهدي  طالبان واک ته د رسیدو نه وروسته د بامیان ولایت د استخباراتو د مشر په توګه وټاکل شو.

مولوي مهدي  وروسته د طالبانو  سره ځیني اختلافات د نظر پيدا کړل چې  ددې اختلافاتو  له امله له دندې ګوښه شو.

هغه له دندې د ګوښه کیدو نه وروسته خپلي اصلي ټاټوبي  د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ ته راستون شو او هلته يې له خپلو سلګونو پلويانو سره د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه پيل کړه.

ویل کیږي چې مولوي مهدي په دولتي ادارو کې د هزاره ګانو د عادلانه استازیتوب او د بلخاب د ځینو کانونو د عوایدو  کې برخې غوښتنه وکړه . هغه اعتراض وکړ او خپل اعتراض طالبانو ته واستاوه.  طالبانو د هغه د اعتراض په ځواب کې سیمې ته یو هیئت واستوه خو  مولوي مهدي ورسره روغه جوړه ونکړه.

وروسته طالبانو طالبانو په بلخاب کې د مولود مهدي مشرۍ د بغاوت کوونکو د ځپولو په خاطر پراخه علمیات پیل کړل او مولوي مهدي او ملګري غرونو ته وختل او د سیمې نه وتیښتیدل.

مولوي د اوږدې مودې  وروسته په هرات ولایت کې چې ایران ته د تیریدو هڅه کوله د طالبانو لخوا ووژل شو.



اړوند خبرونه