په افغانستان کې زلزلې ستر قتل عام رامنځته کړ.
د افغانستان د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې زلزلې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په افغانستان کې زلزلې ستر قتل عام رامنځته کړ.
د افغانستان د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې تیره شپه ډیره زوروره زلزله رامنځته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې دا زلزله د ریشتر په کچه د ۶ په شدت سره رامنځته شوې ده.
د افغانستان د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې په پکتیکا او خوست ولایت کې د تیرې شپې په زلزله کې تر اوسه پورې ۹۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۶۱۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د افغانستان د دولتي خبري اژانس باختر بیا د مړو شمیره څه باندې ۱۰۰۰ تنه او د ټپیانو شمیره څه باندې ۱۵۰۰ تنه اعلان کړې ده .
ویل کیږي زلزلې تر ټولو زیات په پکتیکا ولایت کې ځاني زیانونه اړولي دي.
د خوست ولایت د سپیرۍ ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.
سیمې ته د ژغورنې ډلې رسیدلي دي. ټپیانو په چورلکو او امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقالیږي.
د بله پلوه افغانستان دولتي ارګانونو د نړۍوالې ټولنې نه د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.