طالبانو موقت حکومت امریکا متحده ایالتونو ته د افغانستان د کنګل کړو پيسو په اړه خبرداری ورکړ.

طالبان : که چیرې امریکا د افغانستان د کنګل کړو پيسو په اړه په خپلې پریکړې بیا کتنه ونکړي‌ مجبور یو چې په اړه په خپلې پالیسۍ بیا کتنه وکړو

1778540
طالبانو موقت حکومت امریکا متحده ایالتونو ته د افغانستان د کنګل کړو پيسو په اړه خبرداری ورکړ.

طالبانو موقت حکومت امریکا متحده ایالتونو ته د افغانستان د کنګل کړو پيسو په اړه خبرداری ورکړ.

د افغانستان موقت حکومت  د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د افغانستان هغه شتمني‌ چې ددې هیواد په بانکونو کې شتون لري‌  د ټولو نړۍوالو نورمونو  لومړی کنګل کړې او وروسته  اوس غواړي‌ چې تصرف يي کړي.

اسلامي‌ امارت د بایدن دا پریکړه د ټولو افغانانو پر حق او حقوقو تیری بولي‌ او په کلکه توګه يي ردوي.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې د سپټمبر د ۱۱ پيښه د افغانانو سره هیڅ تړاو نلري او نه يي هم درلود.

ددې پيښې په بهانه د افغانستان او افغان ولس شتمنیو کنګلول او تصرف کول د افغانانو پر حق ښکاره تیری او ظلم دی او د اسلامي‌ امارت سره د شوي‌ توافقنامې  سره مخالفت دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د امریکا دا ډول چلند په اصل کې په افغانستان کې په خپلو شل کلنو جنایتونو پرده غوړول  دي.

امریکا باید د افغانانو شتمني‌ پرته د هر ډول قید او شرط نه خوشې کړي‌ او له دې ډول  پارونکو اقداماتو نه لاس په سر شي.

په بیان کې امریکا ته خبرداری ورکړ شوی دی که چیرې ددې ډول کړنو نه لاس وانخلي‌ اسلامي‌ امارت مجبور دی چې د امریکا په اړه پخپلې پالیسۍ بیا کتنه او غور وکړي.



اړوند خبرونه